پاکستان کې دين ته د سپکاوي قانون
پاکستان کې دين ته د سپکاوي قانون
د خيبر پښتونخوا چترال کې د هغه کس کورنۍ چې باور دی ذهني ناروغي لري، او د ادعاوو له مخې يې دين ته سپکاوی کړی، يوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.
د اپرېل ۲۱ مه يو ځايي امام دغه سړی د خلکو له يوې قهرجنې ډلې وژغوره، چې دين ته پر سپکاوي يې له تورونو وروسته د ده د وژلو غوښتنه کوله .
د بي بي سي ارم عباسي له دغه امام سره خبرو لپاره ورغلې وه، چې اوس يې د اتل په توګه ستاينه کېږي.