اسراييلو کې تر ۱۰۰ ډېرو فلسطيني بنديانو اعتصاب کړی

اسراييلو کې تر ۱۰۰ ډېرو فلسطيني بنديانو اعتصاب کړی

په لوېدیځه غاړه کې دا څه موده مظاهرې رواني دي چې له هغو بندیانو سره ملاتړ وښيي چې د اسراییلو په زندان کې وخت تېروي. دا درې اوونۍ کېږي چې بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

وايي تر هغو به یې نه ختموي چې په زندان کې یې حالت یو څه ښه شوی نه وي.

دا عتصاب د مروان بارغوتي په غوښتنه پیل شوی هغه د فتح ډلې یو مشر دی او فکر کېږي ښايي په راتلونکي کې ولسمشر شي.