پر لويو کمپنيو انټرنيټي بريدونه
پر لويو کمپنيو انټرنيټي بريدونه
د اروپا پولیسو اداره وايي هغه انټرنېټي برید چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې پر لویو ادارو وشو ډېر لوی و. له پرون راهیسې د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو رپوټ ورکړ چې ادارو باندې یې انټرنېټي برید شوی دی.
روسیه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده. د موټر جوړولو رېنالټ وايي په فرانسوي فابریکو او سلوانیا کې یې کار د لنډ وخت لپاره درولی دی.
په بریتانیا کې د روغتیا ملي ادارې وويل نن هېڅ ناروغان نه ویني.