اقليمي تړون او امریکا
اقليمي تړون او امریکا
د نړۍ مشرانو د ۲۰۱۵ کال اقليمي تړون په اړه د ډونلډ ټرمپ له دې پرېکړې، چې امريکا به ترې وباسي، پر خپلو ژمنياوو ټينګار کړی.
د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه چې د پاريس له تړون ووځي، د ډېرې خواشينۍ وړ بللې ده.
خو دې او د نړۍ نورو مشرانو پر دې ټينګار کړی، چې له نړيوالو ژمنتياوو په شا تله نه شته.
وړاندې ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړه چې امريکا به د پاريس له تړونه ووځي، او ويل يې چې دا تړون امريکا ته د دندو په بيه تمامېږي.