برتانیا کې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

په داسې وخت کې چې برتانیا له اروپايي ټولنې نه وتلو ته چمتوالی نیسي، برتانویان د جون پر اتمه په خپلو ملي ټاکنو کې رایې ورکوي. د دغو ټاکنو په اړه په روانه اونۍ کې درته یو شمېر ځانګړي رپوټونه خپروو، چې په همدې لړ کې حفیظ الله معروف د برتانیا ټاکنیز سېسټم ته کتنه کړې ده.