بلوچستان کې د پوځ او وسله والو تر منځ نښته کې مرګژوبله اوښتې
د پوځ په وینا سپلنجي سیمه کې وسله والو په یوه غار کې د بریدونو پلان جوړاوه.
د پاکستاني پوځ رسنیزې ادارې آی ایس پي ار ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت مستونګ سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۲ سخت دریځي وسله وال وژلي دي.
نښته کې د دوو افسرانو په ګډون پنځه پوځیان ټپیان شوي دي.
د پوځ په وینا سپلنجي سیمه کې وسله والو په یوه غار کې د بریدونو پلان جوړاوه.
کوټه کې د بي بي سي خبریال وايي ځاي چارواکو دغه پېښه تایید کړې ده.
بل لور ته د ځینو سرچینو په وینا هغه ګاډی، چې له کوټې ښاره په کې د مې میاشتې وروستیو کې دوه کسه چینایان تښتول شوي وو، دغه سیمه کې موندل شوي دی.
د سرچینو په وینا عملیات د هغو وسله والو خلاف شوي، چې د سند ایالت لپاره د داعش ډلې مشر هم په کې شامل دی.
دغه ځای د داعش ډلې کلک مرکز بلل کېږي او له همدغه ځایه د بلوچستان، سند او پنجاب نورو سیمو کې د ډلې فعالیتونه کنترولېږي.
یوه ورځ مخکې دغه عملیات پیل شوي وو، خو دا معلومه نه ده، چې د تښتول شویو چینیایانو موندلو لپاره و او که د وسله والو شتون له رپوټونو وروسته.
د مې میاشتې وروستیو کې له کوټې دوه کسه چینایان تښتول شوي وو
له نورو سرچینو رسنیو ته استول شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې د سیمې یوه غار کې د داعش ډلې لس لوړپوړي غړي محاصره شوي دي.
د سرچینې په وینا له یوه بل نژدې غاره ځانمرګي واسکټونه او وسله هم موندل شوي دي.