د اېف بي ای پخواني مشر جېمز کومي قضيه
د اېف بي ای پخواني مشر جېمز کومي قضيه
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ شخصي وکيل هغه ادعاوې رد کړې چې د پلټنو فډرالي ادارې، اېف بي ای، پخواني مشر جېمز کومي د خپل هېواد مشرانو جرګې پر وړاندې کړې دي.
مارک کاسوېټز وويل د ښاغلي کومي سپړنې بايد په خپله وپلټل شي.
جېمز کومي پرون د خپل هېواد مشرانو جرګې استخباراتي کمېټې ته د هغو پېښو په اړه ګواهي ورکوله، چې له دندې یې د ده لرې کېدو ته لار هوراه کړه، او يو شمېر هېښوونکې ادعاوې یې په کې وکړې.
ده وويل روسيې د امريکا ټاکنو کې لاسوهنه کړې، خو دا به ونه وايي چې د ولسمشر ټرمپ کړه وړه د عدالت مخنيوی ګڼل کېدی شي که څنګه.؟