د بريتانيا ټاکنې او د پونډ ارزښت

د بريتانيا ټاکنې او د پونډ ارزښت

کله چې تېره شپه ۲۰ باندې ۱۰ بجې لومړۍ نظرپوښتنه یا اېکزېټ پول خپره شوه نو پونډ په چټکۍ دوه سلنه د ډالر پر وړاندې را ولوېده.

د شپې په اوږدو کې چې رایې شمېرل کېدې او پایلې یو څه نور هم روښانه کېدې نو پونډ ورو ورو ورسره یو څه ښه شو.

د ونډو بازار او مارکېټ په عموم ډول له نا څرګند سیاسي حالته وېرېږي ځکه خبره نه وي معلومه او دوی هم نه پوهېږي چې ځان کوم اړخ ته برابر کړي.