بي بي سي ته رالېږل شوي ښکلي عکسونه

د انځورونو دا جالب البوم بي بي سي ته له را استول شويو عکسونو جوړ شوی چې "بختور" نومېږي.

Four-leaf clover

د عکس سرچینه، Lynn Fitzpatrick

د عکس تشریح،

لېن فتزپترېک د دې عکس له را استولو سره لیکي: یوه ورځ مې خپلې باغچې کې کار کاوه او دغه درې پاڼې مې پر تختو ولیدې چې ډېرې ښایسته او بختورې ښکارېدې.

د عکس سرچینه، Gary Gillette

د عکس تشریح،

ګاري ګېلېت: موږ ډېر بختور یو چې داسې پېر کې ژوند کوو چې که له نورو سره توپير هم ولرو څه ستونزه نه شته.

د عکس سرچینه، Jack Appleton

د عکس تشریح،

جک اپلتن: زه ډېر بختور یم چې د خپلې لور لیزا له زوکړې وروسته هغو کسانو ته ګورم چې پر ما ګرانې دي.

د عکس سرچینه، Eric Cooper

د عکس تشریح،

یرېک کوپر: وړاندې تر دې چې اروپا ته ولاړ شم، ملګري مې د هيلۍ دوه هګۍ راکړې. سهارنۍ کې مې چې ماتې کړې، ګورم چې هره یوه یې دوه ژیړي لري، نو ځان مې ډېر بختور احساس کړ.

د عکس سرچینه، Ananda Rabindranath

د عکس تشریح،

اناندا روبندرانت: ما د پوهنتون په جهیل کې دغه مرغان ولیدل چې په کتو یې ډېر خوشحال شوم. پوهېږم چې د دوی احساس به زما په شان نه و خو ما ته ځان ډېر بختور ښکاره شو.

د عکس سرچینه، Kajetan Konieczny

د عکس تشریح،

کاجیتن کونکزېن: ځان ډېر بختور احساسوم چې دا عکس مې په پیترزبرا کې واخیست.

د عکس سرچینه، Adrian John Odell

د عکس تشریح،

ادرین جان اودېل: په نړۍ کې ډېر لږ شیان دي چې د خوشبختۍ احساس درکوي.