"داعش د جومات ۸۰۰ کلن منار ونړاوه"
"داعش د جومات ۸۰۰ کلن منار ونړاوه"
د عراق موصل ښار کې د نوري جومات منار اته سوه کاله خوندي پاتې و خو اوس د اسلامي دولت نومې ډلې له خوا ونړول شو.
دلته په ۲۰۱۴ کال کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي خپل خلافت اعلان کړ اوس وران ویجاړ پروت دی.
د عراقي پوځ په وینا داعش هغه مهال دغه منار په بمونو والوزاوه چې عراقي پوځیان ور نژدې کېدل.
عراقي ځواکونه له تېرو څو مياشتو راهيسې د اسلامي دولت نومې ډلې سره په جګړه بوخت دي.
نور معلومات يې په دې ويډيو کې موندلی شئ.