چین ته د هانک کانګ له سپارلو ۲۰ کاله وشول
چینایی ولسمشر شي جېنپېنګ وايي حکومت به یې په هانګ کانک کې مځکنۍ بشپړتیا ته هېڅ ننګونه و نه مني.
بریتانیا ۲۰ کاله مخکې هانک کانګ چین ته وسپاره. ولسمشر شي د دغې سیمې د نوې مشرې د لوړې په مراسمو کې وويل د هانک کانک له سپارلو سره د ده د هېواد په تاریخ کې تر ټولو خجالتونکی پړاو پای ته ورسېد د دې مراسمو د لمانځلو لپاره د چین بېرغ پر باو هینیا څلور لاري و رپول شو.
د هانک هانک نوې ټاکل شوې اجراییه مشره کري لم لومړنۍ ښځه ده چې د دغې سیمې مشري کوي.
په عین حال کې، له هغه وروسته چې د پولیسو او څو بېجېنګ پلو تر منځ نښته وشوه څو ډېموکراسي پلوه کمپاین کوونکي ونیول شول.
دوې لسیزې وړاندې بریتانیا هانک هانک بېرته چین ته وسپاره. د ۱۹۹۷ کال د جولای پر اوله د واک لېږد یوه خورا جالبه شېبه وه په ځانګړې توګه د هانګ کانګ خلکو لپاره- یو خو هغوی ډېر ښه هېواد ځانته جوړ کړی و چې اقتصادي وده یې خورا ښه روانه وه او بله دا چې واک یې یوه ګوندیز هېواد ته وسپارل شو.
زموږ همکار اصف معروف ورغلی و او دا رپوټ لري.