د موصل جګړې د بري اعلان
د موصل جګړې د بري اعلان
د عراق لومړی وزير حيدر العبادي موصل ته رسېدلی چې دې ښار کې د داعش پر وړاندې جګړه کې د بري په اړه خپلو ځواکونو ته مبارکي ووايي.
د ده دفتر ويلي ښاغلی عبادي موصل ته د دې لپاره تللی چې په وينا یې له اتلو جنګياليو او د عراق له وګړو مننه وکړي.
د عراق ځواکونه چې د امريکا په مشرۍ يې د هوايي ګوزارونو ملاتړ هم ورسره و، د تېر کال له اوکتوبر راهيسې د دغه ښار بيا نيولو لپاره په جګړه بوخت وو.
اسلامي دولت نومې ډلې د ۲۰۱۴ کال جون کې موصل نيولی و، چې ورپسې يې د عراق سني سيمو ډېرې برخې يوه پر بله پسې لاندې کړې، او د خپلې بڼې خلافت يې په کې اعلان کړ، چې عراق او سوريه کې یې تر ولکې لاندې سيمې په کې وې.