افغان نجونې په روباټيکي سياليو کې خپلې وړتياوې ښيي

افغان نجونې په روباټيکي سياليو کې خپلې وړتياوې ښيي

د ځوانانو لپاره د روبوټيکي شيانو سيالي نن واشنګټن کې پيلېږي. نوم يې هم لومړۍ نړيواله ننګونه ورکړی، او موخه يې دا ده، چې ساينس، ټکنولوژۍ، اينجينيرۍ او رياضياتو کې يې له ځوانانو سره د ځيرکتيا په غوړېدو کې مرسته وکړي.

د ذهني وړتياوو دې سيالۍ کې د نړۍ له لروبره د ښوونځيو زده کوونکي بخت ازمويي، خو د افغانستان د نجونو ډله چې بېګا يې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درولود، د نورو ډېره پرتله دې سياليو ته له هسکو ټيټو په تېرېدو ورسېدلې ده.