افغان ډیزاینر د هېواد حالت د کالیو ډیزاین کې انځوروي

نوید الیاس هغه فېشن ډیزاینر دی چې هالڼډ کې ژوند کوي. دی ۱۴ کلن و چې هالنډ ته کډوال شو خو د ده په وینا، زړه یې لا هم له هېواد سره تړلی دی. د فېشن ډیزایننګ درس یې ویلی او په روغتون کې نرس دی. ښاغلی الیاس وايي، دی خپل ډیزاینونه نه خرڅوي او د کالیو نندارې د خپل معاش له پیسو جوړوي.

ښاغلي الیاس تراوسه ۴ نندارې وړاندې کړي چې دوه یې په امستردام کې، یوه یې په پاریس فېشن ویک کې او یوه یې دوبۍ فېشن ویک کې وه.

دی وايي: " غواړم نړیوالو ته د افغانستان مثبت تصویر وړاندې کړم، که څه هم له منفي مسلو سترګې نه شو پټولای خو هغه هم غواړم د هنر په ژبه تشریح کړم ". ښاغلی الیاس وايي، هرې نندارې کې یې هڅه کړې نړیوالو ته یو پیغام ورکړي او له بلې خوا "افغان ځوانان فکر کولو ته " وهڅوي.

پاینده څرګند ترې غوښتي چې د خپلې نندارې د هر ډیزاین پیغام په هنري ژبه بیان کړي.

"دا د یوه غیرتمن او ویاړلي افغان ښکارندوی کوي، زموږ هېواد داسې خوار او زار نه و، پر مختللی و او دا کس د سرلوړي افغانستان ښه سمبول دی ".

"په دې عکس کې ماډل لومړي زړونه چې له پښو سره یې تړلي دي، کش کوي، خو وروسته زړونه پر ځمکه غورځوي، لاټین يې هم مړ کړ. دا په دې مفهوم دی چې په افغانستان کې له زړونو رحم کډه وکړه او تیاره خپره شوه ".

"موږ له ماشومتوبه له جګړو او تاوتریخوالو سره په تیاره کې رالویېږو او له دې سره مو د زړونو رشتې هم سره شلېږي ".

"د دې ماډل کالیو کې چې د مرمیو د کتارونو پر ځای له ټوکره استفاده شوې، او د ماډل له پښې سره تپانچه تړلې ده، ښودل کېږي چې یو افغان چې نور یې زغم پای ته رسېدلی، د هېواد او عزت لپاره راپورته شوی ".

"لا وړاندې تر دې چې افغانانو ته وسلې په لاس ورشي، دوی د دښمن پر وړاندې ډېرې لومړنۍ وسلې کارولې خو بې غبرګونه نه پاتې کېدل. په ليندیو یې هم د هېواد دفاع کړې ده چې په دې عکس کې یې له پښو سره تړلې ده. "

"ډېر افغانان پرته له دې چې پخپله جګړه غوره کړي، مجبور شول په جګړه کې برخه واخلي. دلته په پښو پورې تړلې تپانچه د دې مفهوم لري چې جګړه پر افغانانو تپل شوې ده. "

"ځینو ځلمو باید زده کړه کړې وای او هېواد یې جوړ کړی واي، خو د افغانستان شرایطو له دوی ماشومتوب واخیست او تپانچه یې په پښو پورې ور وتړله. "

"موږ دومره غریب او بېچاره شوو چې نور مو د بدن کالیو زموږ د غربت کیسه کوله. "

"مخکنی کس چې د افغانستان په جګړو کې د ښکېلو یو شمېر مشرانو سمبول دی، له پښو غورځېدلی او د افغانستان د سمبول پښو ته ناست دی. یعنې که بهرنۍ مرسته ورسره نه وي، دوی پر ځمکه غورځېږي. "

"خو که هرڅومره خواري وکاږو، وځپل شو، ووهل شو او له پښو وغورځول شو، بیا هم د نورو پر وړاندې یو موټی درېږو او له خپل هېواده دفاع کوو. "

(له کیڼ لاس لومړی کس چې سپینه لونګۍ یې پر سر ده، د نندارې جوړوونکی نوید الیاس دی)