پاکستاني طالبان وايي په لاهور کې ځانمرګی برید دوی کړی دی
- خدای نور ناصر
- بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان په خبره د برید ډېری قربانیان پولیس سرتېري دي.
د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې يوې چاودنې ۲۶ تنه وژلي او تر ۳۵ زیات یې ژوبل کړي دي. چارواکي وايي، وېره شته، چې د وژل شويو شمېر زیات شي.
د لاهور کمشنر عبدالله سنبل بي بي سي ته په دې چاودنه کې د ۲۶ کسانو د وژل کېدو او تر ۳۸ نورو د ټپي کېدو تاييد کړی.
د ځايي پولیسو په خبره چاودنه د لاهور په فیروزپور سړک له عارفه کریم جګپوړیزې ودانۍ سره څېرمه شوې، چې په خبره يې همدا مهال په یاده سیمه کې د تجاوز کوونکو ضد عمليات روان و.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني وايي برید دوی کړی دی. د ده په وینا، برید د دوی یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي، فدا حسین سواتي کړی دی.
پولیسو له چاودنې وروسته د ثبوتونو پر ټولولو پیل وکړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان په خبره د برید ډېری قربانیان پولیس سرتېري دي. ځينې چارواکي هم د لومړنیو راپورونو پر اساس دا برید ځانمرګی بولي، خو زیاتوي چې بشپړ تاييد به يې وروسته وشي.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د پنجاب ایالت مشر وزیر شهباز شریف او ددغه هېواد د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه دغه برید غندلی دی.