پر ترکي خبریالانو ترهګرۍ سره د تړاو تور
پر ترکي خبریالانو ترهګرۍ سره د تړاو تور
د ترکيې حکومت مخالف خبریالان وايي دوی ته يې سزا د خپلې دندې پر سر ورکول کېږي.
د ترکيې حکومت مخالفې جمهوريت ورځپاڼې ۱۷ تنه خبریالان او کارکوونکي، استانبول کې محاکمې ته وړاندې شوي دي.
دوی ټول پرې له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ لګېدلي تورونه ردوي.
که ګرم وګڼل شي، له ۴۳ کلونو بند سزا سره مخامخېدی شي. څو تنو یې لا له محاکمې وړاندې نهه مياشتې بند کې تېرې کړې دي.