هند: د رومیانو خوندیتوب لپاره وسلوال ساتونکي وګومارل شول

ر

د عکس سرچینه، YouTube/India TV

د عکس تشریح،

د رومیانو بیه دومره ګرانه شوې چې غله یې لوټي.

په هند کې د ټماټرو یا رومیانو بیه دومره زیاته شوې چې د ایالت له یو ځای څخه بل ته د دوی د لېږدولو لپاره وسلوال ساتونکي ګومارل شوي دي.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، د مدیا پردېش ایالت په اندور ښار کې سوداګر وايي، د ټماټرو د زیاتېدونکې بیې له امله یې دوی ته وسلوال ساتونکي ګومارلي دي.

نوموړی وايي د اندور سبو منډيي کې یې شپږ وسلوال ګومارلي، چې رومیان خوندي وساتي، په تېره هغه مهال چې له ټرکونو یې کوزوي.

مدیا پردېش کې ځینې پېښې رپوټ شوې چې پکې غلو څو ټنه رومیان لوټ کړي دي.

په دغه ایالت کې رومیانو ښه حاصل ور کړی و، ان تر دې چې یوه میاشت مخکې کرونګرو د سړکونو غاړو ته د پلور لپاره واېستل.

خو د وخت تېرېدلو او سخت ورښت له امله د رومیانو کروندې له منځه لاړې.

د انډین ایکسپرېس د رپوټ له مخې، دا مهال د یو کیلو رومیانو بیه ۱۰۰ هندۍ روپۍ یا ۱،۵۵ ډالر ده، چې له امله یې هر څوک دا سابه را نیولی نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هند کې رومیانو سږ کال ښه حاصل درلود، خو سخت ورښت له منځه یووړل.