"امریکا او افغانستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي د پاکستان ترهګرۍ ضد هڅې کم ارزښته وښيي"
- سپین تڼی
- بي بي سي لندن
ایکسپرېس ټریبیون:
د پاکستان دا دریځ له هغه وروسته دی چې امریکا پرې د ترهګرۍ ضد مرستو د نویو شرطونو اېښودلو خبره وکړه.
د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د دې هېواد د لوی درستیز جنرال قمر باجوه هغه اندېښنه په ډاګه کړې چې وایي، په امریکا او افغانستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي د پاکستان ترهګرۍ ضد هڅې کم ارزښته وښيي.
جنرال باجوه دا اندېښنې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال جان نیکلسون سره شریکې کړې دي.
ښاغلي نیکلسن له ښاغلي باجوه سره د پاکستان د پوځ په مقر راولپنډۍ کې کتلي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه تر هغه وروسته چې امریکا پاکستان ته پوځي مرستې له دې امله نه ورکوي چې دا هېواد د حقاني شبکې پر ضد پوره ګامونه نه اخلي، دا د پاکستان لومړنی رسمي غبرګون دی.
هندوستان ټایمز:
له هند چاپېدونکې هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هند په ګډون په ځينو هېوادونو کې د ۲۰۱۶م کال د ترهګریزو پېښو په اړه رپوټ لیکلي دی.
ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي، هند تېرکال د پاکستان پر تله زیات د ترهګرو بریدونو شاهد و.
د دې رپوټ له مخې په عراق کې تېرکال شاوخوا درې زره بریدونه او په افغانستان کې ۱۳۴۰ بریدونه شوي دي.
په هند کې تېرکال شاوخوا زر او په پاکستان کې ۷۳۴ بریدونه شوي دي.
ډان:
دغو نجونو په ۱۶۳ ډلو کې سلم ځای خپل کړ.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د افغان روباټ جوړوونکو نجونو په اړه د واشنګټن پوست رپوټ را اخسیتی دی او لیکي: دغو افغان نجونو هم د سیالیو په تالار کې د ننه او هم بهر ځان ته زیات پام اړولی و.
عرب نیوز
د عربستان د عرب نیوز ورځپاڼې د عراق د بهرنیو چارو وزرات له خولې لیکلی، چې نه پوهېږي هغه ۳۹ هندي کارګران چې تېر کال یاغیانو وتښتول ژوندي دي او که مړه؟
د عراق د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښايي دا بندیان د موصل شمال لوېديځ سیمه کې ساتل کېده چې حکومتي ځواکونو له اسلامي دولت نومې ډلې بېرته نیولې ده.
دا هندي کارګران یوه ساختماني شرکت ګومارلي وو. هغه مهال په عراق کې لس زره هندي کارګرو کار کاوه.
له سختو جګړو وروسته حکومتي ځواکونو موصل له اسلامي دولت ډلې ونیو.