کابل کې' هلاک ' او لاهور کې ' شهیدان'
د دوشنبې ورځ د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره خونړۍ وه. دواړو هېوادونو کې د ملکي کسانو وژنې خلک خواشیني کړل، خو دې سره پر ټویټر د (هلاک او شهید) بحث هم تود شو.
د دوشنبې له چاودنو وروسته پر ټویټر د کابل او لاهور چاودنو د نامه ټرېټنډز ګرځي. کابل کې د ځانمرګي برید پایله کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول او لاهور کې بیا د پولیسو په ګډون چاودنه کې ۲۶ کسان ووژل شول.
د کابل ټرېنډ کې د پاکستان 'جنګ ' ورځپاڼې هغه سرلیک د بحث موضوع شوه، چې د کابل وژل شویو ته هلاک او د لاهور وژل شویو ته پکې شهیدان لیکل شوي دي.
کابل کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل
د عزیزانو وژل کېدل داسې وي لکه د قیامت شېبې
ثنا اعجاز له دواړو خبرونو سره لیکلي 'که ښه طالبان مو ووژني، نو ځان حق ته سپارئ او که بد طالبان مو ووژني، شهیدان یاست '
یوه بل کاروونکي لیکلي ' چې ټول مسلمانان وروڼه دي، نو ولې افغان هلاک او پنجابیان شهیدان؟ دا منافقت دی! '
قدرت الله نومي کاروونکي بیا د طنز په ژبه لیکلي، 'موږ مسلمانان نه بلل کېږو، ځکه هلاک بلل کېږو. '
بلډ مون نومي یوه ټویټر کاروونکي بیا د افغانستان ورځپاڼو یادوونه کړې او وايي څوک باید دغو ورځپاڼو چلوونکو ته ورزده کړي، چې د لاهور وژل شویو ته یې هلاک لیکلي دي.
چترالي نومي یوه کاروونکي بیا ښايي د تاوتریخوالي کمولو لپاره 'که یو بې ګناه وژل کېږي، اصلاً ټول وژل کېږي او که یو ژغورل کېږي، نو ټول ژغورل کېږي '