"پاکستان او طالبانو د سولې پر ځای زموږ پر ضد پوره جګړې ته لاس واچاوه"

  • سپین تڼی
  • بي بي سي لندن

والسټریټ جورنال:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اشرف غني د واک په لومړیو کې له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو ډېره هڅه وکړه.

والسټریټ جورنال امریکایۍ ورځپاڼې له ولسمشر محمد اشرف غني سره خپله مرکه چاپ کړې ده.

د مرکې په یوه برخه کې یې له ښاغلي غني پوښتلي دي: په دې وروستیو کې د طالبانو له پرمختګ سره خپل ولس ته څنګه ډاډ ورکوي چې حالات یې کابو کړي دي؟

ولسمشر غني په ځواب کې وايي: "داسې ګومان کېده چې پاکستان او طالبان به د سولې په بهیر کې ورګډ شي خو د دې پر ځای یې زموږ پر ضد پوره جګړې ته لاس واچاوه".

نوموړی وایي، پوځ سږ کال بریالي عملیات کړي او اوس د جګړې منځنی پړاو دی.

ولسمشر غني وایی پاکستان ته یې د سولې لاس ور اوږد کړ خو هغوی یې لاس ونه نیو، هغه زیاتوي، په داسې حالت کې چې څوک مو لاس شاته ټېل وهي څه به کوئ.

ډان:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د لاهور برید کې ۲۶ او د کابل برید کې ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه خپله سر لیکنه د افغانستان پاکستان تر منځ خبرو اترو اړتیا ته بېلوي.

ورځپاڼه لیکي: ښايي د دې لپاره پوره دلیلونه نه وي چې په کابل او لاهور کې د دوشنبې بریدونه همغږي او یا له یو بل سره تړلي وو خو که په پراخ انځور کې یې وګورو نو دا بریدونه ښيي چې دواړه هېوادونه نشي کولی له همکارۍ پرته رښتیې سولې او ثبات ته ورسېږي.

د مقالې لیکونکی زیاتوي که دواړه هېوادونه د خبرو اترو او سیمه ییزو شخړو د حل په اړتیا پوه نه شي نو حالات به نور هم پېچلي شي او همکاري به ناشونې کړي.

خلیج ټایمز:

د دوبۍ خلیج ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې عربي چارواکو هوډ کړی د خوږو خرڅولو په هټیو کې کارونه یوازې سعودي وګړو ته وسپاري.

د دې وړاندیز له مخې د خوږو پخوونکي او جوړوونکي باید یوازې سعودي وګړي وي.

که دا وړاندیز عملي شي نو په لومړني کال کې به سعودیانو ته ۲۰ زره کاري فرصتونه وموندل شي.

په پام کې ده چې هغه ګاډي چې شربت پلوري هم سعودي وګړو ته ورکړل شي او په دې چارې سره به سعودي وګړو ته ۶۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځ ته شي.

نیویارک ټایمز:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډونلډ ټرمپ به پرېکړه کوي چې دا مصوبه لاسلیک که ویټو کړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، اوس د ټرمپ ادارې هغه خنډ لرې شو چې د روسیې پر ضد یې د اقتصادي بندیزونو د لګولو پر وړاندې پروت و.

بندیزونه پر شمالي کوریا او ایران هم لګېدلي دي.

اوس به د سنا مجلس دا وړاندیز مني او ورسته به ولسمشر ته وړاندې کېږي.

د ورځپاڼې په ګومان ولسمشر هم دې ته لیوالتیا لري چې پر روسیه، ایران او شمالي کوریا بندیزونه ولګېږي.

سناتور چوک شومېر وايي دا مهمه ده چې د امریکا سنا هم چټک او پر ځای عمل وکړي او دا وړاندیز ومني.