پاکستان: جرګې د جنسي تېري په بدل کې د ورته عمل فیصله کړې

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
پاکستان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

د ملتان په مظفراباد سیمه کې یو کلیوال هغه کور ته اشاره کوي، چې په کې پر ۱۷ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

د پنجاب له ملتان سره څېرمه په مظفراباد سیمه کې پر يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په بدل کې د جرګې له پرېکړې سره سم د تېري کوونکي کس پر ۱۷ کلنې خور ورته جنسي تېری شوی دی.

د سیمې د پولیسو يوه مشر احسن یونس بي بي سي ته ویلي، په دې جرګه کې شاوخوا ۲۷ کسان نارینه او ښځې ناستې وې، چې تراوسه يې ۲۰ تنه نیول شوي او د نورو د نیولو هڅه روانه ده.

د پولیسو

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

رپوټونو کې ویل شوي، پر ۱۷ کلنې نجلۍ د جرګه والو پر وړاندې جنسي تېری شوی

د ځايي پولیسو په خبره د روانې میاشتې پر ۱۶مه نېټه د مظفراباد په راجپور سیمه کې یوه کس پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، چې دوې ورځې وروسته د مخالفې ډلې نارینه او ښځې د متاثره نجلۍ کور ته په جرګه ورغلي وو.

د جرګې له پرېکړې سره سم د هغې نجلۍ ورور ته، چې تېری پرې شوی، اجازه ورکړل شوې، چې د تېري کوونکي پر ۱۷ کلنې خور همالته تېری وکړي.

د پولیسو په خبره له دې پېښې وروسته بیا دواړو ډلو د یوه بل پرضد دوی ته عریضه وکړه او پولیسو پلټنې پیل کړې.

د پولیسو یاد چارواکي زیاتوي، دوی اوس د جرګې د مشرانو لټون کوي، چې په وینا یې ټول مسوولیت د همدوی پر غاړه دی.

تردې پېښې وروسته د بشري حقونو يو شمېر فعالانو د یادې جرګې چې دوی يې "پنجاييت" بولي، دغه ګام غندلی او له اړونده چارواکو يې د دوی پر ضد د سخت اقدام غوښتنه کړې ده.