ګڼ شمېر فلسطینیانو له الاقصی جومات چاپېر د امنیتي خنډونه لېرې کول ولمانځل
فلسطیني ځوانان د کتارو د لېرې کېدلو پر مهال سړکونو ته ووتل.
د اوقافو هغې ادارې چې په بیت المقدس کې د الاقصی جومات سمبالوَنه کوي له لمونځ کوونکو غوښتي چې بېرته جومات ته ورستانه شي. په زرګونو فلسطینیانو د اسراییلو له خوا د لګېدلو امنیتي خنډونو لېرې کېدل لمانځي.
ادارې ویلي چې د اسراییلي له خوا د خپلو لګولو امنیتي وسایلو په پورته کولو قانع شوې ده. لمونځ کوونکو ددغو وسایلو تر لګېدو وروسته جومات ته له ورتګ ډډه وکړه او لمونځ یې د جومات تر څنګ پر سړکونو کاوه.
په بیت المقدس کې وروستیو امنیتو تدابیرو، په خاصه توګه د الاقصی جومات شاوخوا لګېدلو امنیتي کامرو او دروازو د فلسطینیانو سخته غوسه پارولې.
لمونځ کوونکو اعلان کړی و چې د تلاشۍ لپاره به له دې دروازو نه تېرېږي، او جومات ته به هم نه ځي. خو اوس دا تدابیر لېرې شوي، او د وقف شورا، چې د جومات چارې پر مخ بیایي، پر مسلمانانو غږ کړی چې جومات ته ور ستانه شي.
د یادې شورا مشر عبدالعظیم سلهاب وایي، د امنیتي تدابیرو لېرې کېدل د فلسطینیانو لپاره یوه بریا ده، ځکه جومات ته د مسلمانانو نه ورتګ او پر سړکونو لمونځ کول، اسرائيلي چارواکي دې ته اړ اېستل چې له خپلې پرېکړې په شا شي.
ښاغلی سلهاب زیاتوي: "د اسرائیلو وېجاړوونکې قبضې موخه دا وه چې د دې ملت هوډ مات کړي. غوښتل یې چې د فلسطینیانو او په ځانګړې توګه د بیت المقدس د خلکو هوډ مات کړي. خو خلک په ویاړ سره یو موټي شول. موږ پرې غږ کوو چې د الاقصی جومات د ساتنې لپاره بیا هم یو موټی واوسي. هم د جومات له دروازې بهر او هم په جومات کې د ننه."
فلسطیني ماشومانو هم په خوښۍ کې برخه اخیستې او خپل بیرغ رپوي.
اسرائیلو دوه اوونۍ وړاندې وروسته له هغه د الاقصی جومات شاوخوا امنیت ټینګ کړ چې دوه سرتېري یې جومات ته نژدې په ډزو ووژل شول.
د اسرائیلو په ځوابي عملیاتو او د فلسطینیانو په لاریونو کې ګڼ شمېر نور کسان هم ووژل شول. خو د وقف شورا وایي، اوس وخت را رسېدلی چې لمونځ کوونکي بېرته جومات ته ورستانه شي.
تمه کېږي چې له دې ګام سره به د تېرو دوو اونیو تاوتریخوالی هم پای ته ورسېږي.