د کډوالو په تړاو د اروپا عدل محکمې پرېکړه
د کډوالو په تړاو د اروپا عدل محکمې پرېکړه
د اروپا جګپوړې محکمې د هغو هېوادونو په ګټه حکم کړی، چې کډوال یې د کړکېچ د هسکې پر مهال اروپا ته د لومړي ځل ننوتو سيمې ته ورشړي
د اروپا د عدالت محکمې حکم کړی، د پنا غوښتونکو پر قضيو دې هغو هېوادونو کې غور وشي، چې لومړی ورسېدلي وي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کډوالۍ کړکېچ پر مهال ګڼ شمېر خلکو هيله لرله، چې جرمني او نورو هېوادونو ته ورسېږي، چې خپلوان يې په کې له مخې مېشت وو، خو بیا ترې شړل شوي وو.
د دغه حکم له مخې ښايي پنا غوښتونکي اړ شي نورو ځایونو ته ولېږدي.