چین کې د یوې عیسوۍ مذهبي ډلې پلویان زنداني شوي

. د انځور حقوق YOUBUTE/CHURCH OF THE ALMIGHTY GOD
Image caption په چین کې د دې مذهبي ډلې فعالیتونه منع شوي دي.

د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، پولیسو د هغې مذهبي ډلې ۱۸ غړي نیولي چې باوري دي عیسی د ښځې په بڼه چین کې راښکته شوی دی.

د سرچینې په خبره، په چین کې د دې مذهبي ډلې فعالیتونه منع شوي دي.

دغه ډله په چین کې له دې امله مشهوره شوه چې غړو یې په ۲۰۱۴ کال په مک ډونلډ خوړنځي کې یوه ښځه په لرګیو ووهله.

د هغوی د دې کار لامل دا و چې ښځې دوی ته د موبایل نمبر له ور کولو ډډه کړې وه.

ویل کېږی ښځې له اره په دغه مذهبي ډله کې له غړیتوب اخیستو ډډه کړې وه.

تر دې پېښې وروسته د چین حکومت د یادې مذهبي ډلې څو غړي ونیول چې له ډلې یې دوه اعدام کړل.

د چین دولت د چینايي عیسوۍ ایډیالوژۍ د رامنځته کولو په لټه کې دی.

د دغې ډلې پلویان ځانونه د (خدای پاک کلیسا) غړي بولي چې په ۱۹۹۰ کال یې په چین کې خپل فعالیت پیل کړي دي.

دغه ډله ادعا کوي چې عیسی علیه السلام د ښځې په بڼه چین ته ستون شوی دی.

د دوی باور دا دی چې د اخر الزمان پېښېدو لپاره عیسی علیه السلام د ښځې په بڼه ځمکې ته کښته کېږي.

یوازینی کس چې ادعا کوي، عیسی علیه السلام یې د ښځې په بنه لیدلی دی، د فزیک مضون یو ښوونکی دی چې ۲۵ کاله وړاندې یې د دې ډلې بنسټ کېښود او له هغه وروسته امریکا ته تښتېدلی دی.

د چین دولت د یادې ډلې د فعالیتونو مخه نیسي او ډېر غړي یې ور زنداني کړي دي.

پولیسو په دا وروستیو کې د یادې ډلې اړوند یو شمېر کمپیوټرونه او نور تخنیکي وسایل چې د غړو په جلب او جذب کې یې کارول، نیولي دي.

د (خدای پاک د کلیسا) ډلې له بي بي سي سره له خبرو کولو ډډه کړې او ویې ویل، د دوی پر باورونو د پوهېدو لپاره دې د دوی ویبپاڼه وکتل شي.

ویل کېږي د دوی ویبپاڼه هم له امریکا چلېږي.

Image caption د مسیحي دین یو شمېر ډلو ته په چین کې ازاد فعالیت کول ستونزمن دي.

پر ویبپاڼه یې یو شمېر پلویانو شکایت کړی چې د چین د دولت له خوا ربړول شوي دي.

د مسیحي دین یو شمېر ډلو ته په چین کې ازاد فعالیت کول ستونزمن دي.

دغه ډله تورنه ده چې خپل پلویان یې له کورنیو او دوستانو لري کړي او هغوی یې د پیسو پر وړاندې په غلامۍ منلو اړ کړي دي.

په ۲۰۱۲ کال کې د چین په چنګهای او ژیجنګ ولایتونو کې د دغې ډلې شاوخوا سل پلویان ونیول شول او زنداني شول.

په ۲۰۱۴ کال کې هم یو شمېر نور په هوبي او شین جیانګ ایالتونو کې ونیول شول.

په ۲۰۱۶ کال کې هم چینايي پولیسو په انهويي ولایت کې ۳۶ کسان یادې ډلې ته د کار کولو په تور زنداني کړل.

اړونده مطالب

ورته مطالب