''ګلناره کریمووا توقیف کې ده''

ګلناره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ګلناره کریمووا له ۲۰۱۴ کال راهیسې په عام محضر کې نه ده لیدل شوې

د ازبکستان چارواکو تایید کړې، چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلناره کریموا د ۲۰۱۵ کال د فساد یوې قضیې کې له نیول کېدو وروسته توقیف کې ده.

د ۴۵ کلنې کریمووا په اړه داسې فکر کېده، چې د خپل پلار ځای به ونیسي.

د ازبکستان د لویې څارنوالۍ له لوري ویل شوي (د هغې پر ازادۍ د بندیز یو امر دوه کاله مخکې صادر شوی دی).داسې ګومان کېږي، چې هغه په کور کې نظر بنده ده، خو د اوسېدو ځای یې معلوم نه دی.

ګلناره یو مهال په هسپانیا کې د خپل هېواد سفیره وه. د فېش، ګاڼو کاروبار او موسیقۍ ویډیوګانو ثبتولو له کبله یې وروسته نړیوال شهرت وموند.

خو وروسته د بډو رشوتونو او تورو پېسو سپینولو قضیه کې ښکېله شوه. اوس د لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې نوموړې د فسادو دوو قضیو کې ښکېله بلل شوې، چې ارزښت یې نژدې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه پېسې د برتانیا، روسیې، مالټا او عربي اماراتو په ګډون ۱۲ هېوادونو کې لګول شوې دي. اعلامیه کې ویل شوي په یوه قضیه کې نوموړې تورنه پېژندله شوې، چې له کبله یې پرې د ازادۍ بندیز لګول شوی دی او بله قضیه یې لا هم تر څېړنې لاندې ده.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې چارواکي د هغې د شتمنۍ پر کنګلولو غور کوي.

کشر اسلام کریموف، چې لندن کې اوسي له چارواکو غوښتي، چې د هغې ځای ځایګي په تړاو معلومات عام کړي، خو د تفصیل په اړه یې څه نه دي ویلي.