"ټرمپ نه غواړي له افغان کانونو تر لاسه شوې مړۍ چین تېره کړي"
- سپین تڼی
- بي بي سي لندن
واشنګټن پوسټ:
یوه سروې وايي، افغانستان کې د درې تریلیون ډالرو په ارزښت کانونه شته.
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شته والي په اړه د ولسمشر ترمپ سره تړلی یو مطلب لیکلی.
د مقالې لیکونکی کاږي: ولسمشر ټرمپ د سپېنې ماڼۍ واک ته تر رسېدو مخکې د عراق په اړه د امریکا پوځي هلې ځلې له نظره تېرې کړې او دې پایلې ته ورسېد چې د عراق تیل تر لاسه کړئ!
د لیکونکي په باور کیدلی شي ښاغلی ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا پوځي تګلارې ته په همدې نظر وګوري.
د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د امریکا د دفاع وزیر ولسمشر ته له طالبانو او داعش سره د جګړې لپاره افغان امنیتي ځواکونو لپاره د لږو سرتیرو غوښتنه کړې خو داسې بریښي چې ولسمشر ټرمپ دې ته تیار نه دی چې په افغانستان کې پیسې ولګوي او یا د امریکایي سرتیرو وینه توی شي.
ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل، "زه غواړم پوه شم چې موږ ولې ۱۷ کاله په افغانستان کې یو "؟
لیکوال د نیویارک ټایمز له خولې لیکي چې ولسمشر ټرمپ یوه شي غلی کړی دی او هغه په افغانستان کې د کانونو یو تریلیون ډالري زېرمه ده.
د واشنګټن پوسټ لیکوال زیاتوي: په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې پر پوځي تګلاره پام کوي، په ورته مهال په دې غور کوي چې کابل ته یو پلاوی د افغان کانونو د سپړنې بحث ته ولېږي.
رپوټونه وایي چې ښاغلی ټرمپ لیوال دی چین ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له کانونو تر لاسه شوې مړۍ چین تېره کړي.
نیویارک ټایمز:
مارک میلر منلې چې د افغانستان په ختیځ کې یې تر پاکستان پورې د سړک په جوړولو کې ۲۸۰ زره ډالره رشوت اخیستی دی.
د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ایلینوی ایالت کې د میشت هغه امریکايي قرار دادي په اړه رپوټ خپور کړی چې په افغانستان کې یې کار کاوه او له افغان قراردادیانو د درې سوه زره امریکايي ډالرو په رشوت اخیستو محکوم شوی دی.
د نیویارک ټایمز په لیکنه، مارک میلر منلې چې د افغانستان په ختیځ کې یې تر پاکستان پورې د سړک په جوړولو کې ۲۸۰ زره ډالره رشوت اخیستی دی.
ښاغلي میلر له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۵م کال پورې د امریکایي پوځ د انجینرۍ په برخه کې کار کاوه او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲م پورې په افغانستان کې و.
په پام کې ده چې نوموړی د نومبر په ۳۰ زندان ته ولېږل شي.
ګارډین:
افغانستان ته پر امریکا سربېره، برتانیا، جرمني او نورو هېوادونو هم دا ډول سپي را وړي.
د لندن ګارډین ورځپاڼه د هغه امریکایي پوځي سپي په اړه لیکي چې درې ځلې یې په افغانستان کې خدمت کړی دی.
د ګاردین په لیکنه، د امریکا د مشیګان سلګونه اوسېدونکي د دې سپي سره د خدای په امانۍ لپاره چې د سرطان ناروغۍ لري غونډ شوي وو.
د دې سپي د له منځه وړلو مراسم چې د امریکا په بیرغ کې تاو شوی و، د یوه قهرمان سپي په توګه تر سره شول.
د دوبۍ د خلیج تایمز ورځپاڼه لیکي: د ابوظوبۍ ایالتي محکمې یو ۳۶ کلن پاکستانی وګړی له داعش سره د یوځای کېدلو په جرم په لس کاله بند محکوم کړی دی.
په پام کې ده چې دا پاکستانی به د بند سزا تر تېرولو وروسته پاکستان ته شړل کېږي.