سویټزرلنډ کې تر ټولو اوږد ځوړند پل
ددغه پله د حفاظت مزي ۸ ټنه وزن لري چې د پله د چپه کېدو مخه نیسي.
د سویټزرلنډ زرمات ښار په یوه غرنۍ سیمه کې ۵۰۰ متره اوږد ځوړند پل پرانیستل شوی چې جوړوونکو یې د "اروپا پل" نوم ورکړی دی.
د پل جوړوونکي وايي، دغه ۴۹۴ متره اوږد او له ځمکې ۸۵ متره لوړ پل په نړۍ کې تر ټولو اوږد ځوړند پلی پل دی.
وړاندې اتریش کې ۴۰۵ متره اوږد پل جوړ شوی و، چې له ځمکې نه ۱۱۰ متره لوړ و.
دا نوی پل د زرمات غرنۍ سیمه کې د هغه پخواني پله پرځای جوړ شوی، چې د غرښویېدنې له کبله اغېزمن شوی و.
ددغه پله د حفاظت مزي ۸ ټنه وزن لري چې د پله د چپه کېدو مخه نیسي.