مایکل فلین او روسی استازي سرګي کسلایک په 'عامو مسایلو' غږیدلي

کیسلایک د انځور حقوق AFP
Image caption له ښاغلي کیسلایک سره د خبرو په تړاو یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي له ناندریو سره مخامخ دي

په امریکا کې د روسیې پخوانی سفیر وايي، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین له ده سره د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال پر ډېرو عادي شیانو خبرې کولې.

پر ښاغلي فلین تور دی چې ګواکې د امریکا د ولسمشر ټاکنو پرمهال یې له روسي سفیر سره د بندیزونو په هکله خبرې کړې او په دې هکله یې دروغ ویلي دي.

په امریکا کې د روسیې پخواني سفیر سرګي کیسلایک روسي تلویزوني چینل سره په خبرو کې وویل، دا سمه ادعا ده چې ده د امریکا د ملي امنیت له پخواني سلا کار مایکل فلین سره مفصلې تیلفوني خبرې درلودې خو دا سمه خبره نه ده چې ګواکې دوی پر روسیې د امریکا د بندیزونو په اړه غږیدلي دي.

جنرال مایکل فلین ته د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پوسټ وړاندیز

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

ښاغلی کیسلایک زیاته کړه چې د دوی په خبرو کې کوم راز نه و نغښتی، بلکې دوی د ترهګری پرضد پر ګډې همکارۍ غږیدل.

د نوموړي په وینا له ښاغلي فلین سره د ده په خبرو کې هېڅکله پر روسیې د امریکا د بندیزونو موضوع نه ده یاده شوې:

د انځور حقوق EPA
Image caption د ښاغلي کسلایک په وینا له ښاغلي فلین سره د ده په خبرو کې هېڅکله پر روسیې د امریکا د بندیزونو موضوع نه ده یاده شوې

''موږ پر ډېرو عادي موضوګانو سره غږیدو، پر داسې موضوګانو غږیدو چې د امریکا او روسیي ګډې ګټې په کې نغښتې دي، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ په هکله.

زموږ خبرې د همدې ترهګرۍ پرموضوع څرخیدې. زموږ غونډې منظمې، ارامې او په بشپړه توګه څرګندې وې، داسې کوم راز نه و چې موږ دې پرې خبرې کړې وای. ''

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین د تېرې فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغه له خپلې دندې استعفی ورکړه چې څرګنده شوه له روسي سفیر سره یې د خپلو خبرو په هکله د امریکا مرستیال ولسمشر ته ناسم معلومات ورکړي و.