په غلطه ۱۴ کاله بندي شویو ته ۱٫۳ میلیون ډالر غرامت

چینایی پولیس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

په دغه هېواد کې قضايي چارواکي پر پولیسو د فشار راوستلو هڅه کوي چې د تورنو د اعترافونو لپاره ډېر دلایل او ثبوتونه راوړي.

په چین کې یوې محکمې څلورو کسانو ته، چې د قتل په تور ۱۴ کاله په غلطه بندي شوي وو، د ۱٫۳ میلیون ډالرو ورکولو پرېکړه کړې ده.

په ۲۰۰۳ کال پر څلور واړو تورنو د اعدام سزا وختله؛ ځکه چې هغه مهال دوی د خپلې یوې ملګرې او د یوه خرڅلاو مرکز د څښتنې په تښتولو او وژلو تورن شوي وو.

وروسته د دوی د اعدام حکم په عمري بند بدل شو.

څلور واړه کسان ټیک ۱۴ کاله تر هغو بندیان وو، چې اصلي مجرم چې یو بل کس و، په جرم اعتراف وکړ.

د چین رسنۍ وايي، دوی پولیسو ته ویلي، هغه مهال یې د ربړونې له کبله په جرم اعتراف کړی.

په تېرو پنځو کلونوکې، په چین کې څه باندې ۳۰ غلط قضايي حکمونه شوي چې بیا وروسته لغوه شوي.

په دغه هېواد کې قضايي چارواکي پر پولیسو د فشار راتلو هڅه کوي چې د تورنو د اعترافونو لپاره ډېر دلایل او ثبوتونه راوړي، نه دا چې د سوټي په زور بې ګناه نیول شوي هم جرم ومني.

د بشري حقونو مدافعې ټولنې پر چین نیوکه کوي چې هر کال د سلګونه کسانو د اعدام حکمونه ورکوي، د شکنجې له لارې نیول شوي کسان په جرم اعتراف کوي او په سیاست او هنر کې د کوتک په زور د وینا د ازادۍ غږ چوپ کولو هڅه کوي.