کندهار: د کوکنارو کرکيله کې ډېروالی راغلی
کندهار: د کوکنارو کرکيله کې ډېروالی راغلی
کندرهار کې کروندګر وايي د اوبو کمښت يو ځل بيا دوی اړ کړي، چې پر خپلو مځکو د کوکنارو کرکيلې ته مخه کړي.
سږنی کال هغه مځکه چې کندهار کې پرې کوکنار کرل شوي، ۴۰ زره هېکتاره اټکل شوې چې د ۲۰۱۶ کال پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.
کروندګر وايي بله خبره چې له مخې یې دې ناقانونه کښت ته مخه کړې، له کوکنار یې د لوړ عايد په لاس ورتله ده.