"کوريا ټاپوزمه کې د ترينګلي حالت تر شا امريکا ده"

د شمالي کوريا حکومتي وياند بانګ کوانګ هيو، ټينګار کوي، چې کوريا ټاپوزمه کې د ترينګلېدونکي حالت تر شا امريکا ده.

دوی ګوتڅنډنه کړې، چې امريکا به د هغه ځه زر برابره بيه پرې کوي، چې دوی یې د پيونګ يانګ توغنديز پروګرام پر وړاندې د ملګرو ملتونو د نویو بنديزونو جوړول ګڼي. شمالي کوریا ټينګار کوي په اتومي وسلو ځان سمبالښت کې به يوه لوېشت هم په شا نه شي.

بي بي سي د امريکا يوې پوځي اډې ته کمساری لاسرسی موندلی، چې دوی په کې د شمالي کوريا کړه وړه څاري.