عربستان: له ایران سره مو د پخلاینې غوښتنه نه ده کړې

. د انځور حقوق IRNA
Image caption موده وړاندې په ترکیه کې د ایران او سعودي د بهرنیو چارو وزیران د لاس ستړي مه شي، د خبرونو د سرټکی و.

سعودي عربستان د عراق د کورنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي وو، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي څخه غوښتي وو چې د سعودي او ایران د لانجې په هواري کې منځګړتوب وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د سعودي خبري اژانس د مسوول چارواکي د نامه له اخیستو پرته وکښل، له ایران سره د خبرو لپاره د عراق د منځګړتوب غوښتنې خبر ناسم دی او سعودي عربستان له ایران سره د هر ډول اړیکي د نه لرلو په دريځ لا ولاړ دی.

د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم اعرجي تېره یکشنبه په تهران کې وویل، په هغه غونډه کې چې دی هم ناست و، سعودي ولیعهد له حیدر العبادي څخه غوښتنه وکړه چې د ایران او سعودي ترمنځ منځګړتوب وکړي.

د ښاغلي اعرجي په خبره، ده هم د سعودي ولیعهد ته وویل، عربستان هم باید له ایراني حاجیانو سره دروند چلند وکړي.

دوه کاله وړاندې چې په ایران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وشو، سعودي ته د ایراني حاجیانو پر ورتګ بندیز ولګول شو، خو سږ ایرانيانو د تمتع حج اجازه ور کړل شوه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د عراق د کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، په ایران کې حاکم نظام په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د پراختیا ملاتړ او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

د بهرنیو چارو وزرات پخپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، د ایران له اوسني نظام سره خبرې اترې هم پایله نه لري، ځکه تجربو ښودلې چې دا نظام د نړیوالو اړیکو اساساتو او ډپلوماتیک دود دستور ته ژمن نه دی.

ایران نه یوازې دا چې د سعودي تورونه ردوي، بلکې عربستان د سیمې د هېوادونو په چارو کې په لاسوهنه او په یمن کې د ملکي کسانو په وژنه تورنوي.

ورته مطالب