د ټرمپ خبرې او د افغانستان رښتینی وضعیت

nation from Fort Myer, Virginia, U.S., August 21, 2017. د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ ونه ویل چې څومره اضافي عسکر به افغانستان ته استوي.

د امریکا له تر ټولو اږوده د افغانستان لپاره ۱۶ کلنه جګړه به، لا نوره هم وغځېږي.

دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وینا کې لومړنی پیغام و. پر دې د ده ټینګار چې مهالویشونه باید یوې خوا کېښودل شي او "د وضعیت څېړنې" تګلاره دې خپله شي په دې مانا ده چې امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې د پام وړ موده تېره کړي.

د افغانستان په اړه پر نوې سټراتیژۍ پرېکړه کول ډېره موده وځنډېده، خو وروسته تر ډېرو وارله مخې ارزونو ښاغلي ټرمپ د خپلو لوړپوړو پوځي سلاکارانو مشوره ومنله.

هغه د نورو ځواکونو کوم شمېر په ډاکه نه کړ خو په دغه پلان کې به چې د ده د جنرالانو له خوا یې ملاتړ کېږي، ویل کېږي د ۳٫۸۰۰ اضافي پوځي روزونکي او سلاکاران وي. نو ډېر شونی دی چې دا چاره د پلان یوه برخه وي.

کېدی شي د امریکا له خوا د هوايي ملاتړ ډېرول چې له طالبانو سره د جګړې لومړۍ کرښه کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره وکړي هم ډېر شي، خو په دې برخه کې هم ښاغلي ټرمپ ډېر څه افشا نه کړل او په اصطلاح "د قطعو پرې یې خپلې سینې ته نژدې نیولې وې."

د دې پر ځای چې ښاغلی ټرمپ له افغانستانه د بېخي وتلو او یا لږشانې غیر معمول پوځي غوراویو لکه وړو عملیاتي ډلو او یا شخصي امنیتي کمپنیو ته جګړې پر سپارلو تم شي، ده د امریکا ترټولو اوږده جګړه خپل ملکیت کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption له ۲۰۰۱ کاله راهیسې تر ۲۳۰۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې مړه شوي.

ښاغلي ومنله چې زړه یې و ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي. خو تر ده وړاندې ولسمشر بارک اوباما په شان چې د خپلو خبرو پلي کولو کې یې ستونزه درلوده، ده هم نژدې ورته ځواب درلود، له افغان ځواکونو سره مرسته ډېره کړئ او روزنه ورکړئ چې د طالبانو له پرمختګ پروړاندې مقاوم پاتې شي.

ښاغلي ټرمپ هڅه وکړه دغه تګلاره د یوه نوي خوځښت په ډول معرفي کړي. د "وضعیت پر بنسټ سټراتیژی" په دې مانا ده چې امریکا به د اوږدې لپاره ښکېله وي.

د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت ښه نه دی. طالبان د هېواد نژدې نیمايي په واک کې لري او له ځانګړو ځواکونو پرته، د نورو افغان پوځیانو فعالیتونه پڅ دي. نو وړاندې تر دې چې افغان ځواکونه ان د بېرته تهاجمي حالت ته د ستنېدو فکر وکړي، ډېر کار یې پر وړاندې پروت دی چې وضعیت ښه کړي او ثبات راولي.

ټولې خبرې یې د ټرمپ انداز خبرو کې نغاړلې وې، د "بري"خبرې، پر دې ټینګار کول چې په افغانستان کې د امریکا جګړه د ملت جوړونې لپاره نه ده بلکې د ده په وینا "د ترهګرو د وژلو"لپاره ده. شک نشته چې د دې خبرې په کولو یې موخه دا وه چې پخپله ده ته ورته سیاسي پلویانو ته یې چې بهرنۍ پوځي ښکېلتیا ته شک په سترګه ګورې ډاډ ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د له یوه بل سره نغاړل شوې پوځي، سیاسي او ډیپلوماتیک تګلارې وړاندیز وکړ. هغه پاکستان ته سختې خبرې وکړې او ویې ویل "ترهګرو ته د خوندي ځای د برابرولو د دوام په صورت کې به ډېر څه له لاسه ورکړي." ټینګار یې وکړ چې "دا به بدل شي، او ژر به بدل شي."

خو پر اسلام اباد به څومره فشار راوړلی شي؟ پاکستان ته د امریکا د امنیتي مرستو د پیسو د ورکړې یوه برخه وار له مخې ځنډول شوې. خو پاکستان چې واشنګټن ته نیم-متحد او نیم-ستونزه ده، له طالبانو سره مهم منځګړی هم دی. هغه ډله چې یوه ورځ ښاغلي ټرمپ تمه څرګنده کړه چې کېدی شي ځینې ډلې یې د خبرو اترو میز ته راوبولي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي"

پر دې مسلې د ښاغلي ټرمپ ټینګار چې د هند او امریکا اړیکي لا ښې شي او دا چې هند به د افغانستان له اقتصادي پرمختګ سره څه مرسته وکړی شي، لږترلږه نه یوازې دا چې د سیمې په اړه د امریکا پراخه تګلاره ښيي، بلکې پاکستان ته هم د خطر زنګ دی.

د افغان چارواکو لپاره یې هم سختې خبرې درلودې. په ډلو وېشلی او په فساد ککړ افغان حکومت د ډیموکراتیکو ارزښتونو پوهاوي کې نور ماشوم نه دی. ښاغلي ټرمپ وویل چې نه غواړي افغانانو ته وښيي څنګه حکومتداري وکړي. خو نژدې په همدغه سا یې وویل واشنګټن به کابل ته سپین چک ورنه کړي. ده وویل"زموږ ملاتړ نامحدود نه دی...امریکایان د رښتینو اصلاحاتو، پرمختګ او پایلو تمه لري."

نو دا د افغانستان د تګلارې لپاره د ښاغلي ټرمپ د لیدلوري اصلي کرښې دي.

جزییات؟ دا به وروسته څرګند شي. دا هغه شېبه ده چې د ټرمپ خبرې د افغانستان رښتیني وضعیت سره ښکر په ښکر شوې، او ښايي د افغانستان واقعیت میدان ګټلی وي.

افغانستان اوس د ښاغلي ټرمپ جګړه شوه. دی هم تر ده د مخکیني ولسمشر په شان له بدو غوراویو سره مخامخ دی. که هر څه وايي مسیر هماغه دی، البته په دې توپیر چې دی وايي جدي چلند به کوي او پایلې به غواړي.