د عکسونو البوم: د نړۍ تر ټولو وچه دښته کې د ګلونو پسرلی

د عکس سرچینه، EPA
د ګلونو موسم کې سیلانیان دې دښتې ته ځي.
د لاتینې امریکا په چیلي کې د نړۍ تر ټولو وچې دښتې ایټاکاما په څو سیمو کې ناڅاپي ورښت د ګلونو پسرلی جوړ کړی دی.
ایټاکاما له هرو پنځو تر شپږو کلونو وروسته د ګلونو دښته کېږي، ځکه په دغه مهال د ورښت له امله هرې خوا ته ګلونه غوړېږي.
پر ۲۰۱۵ کال هم پر دغه دښته د ګلونو ورکوټی پسرلی راغلی و، خو اوس دوه کاله وروسته ډېر ښه ګلونه پکې زرغون شوي دي.
د باران پایله کې دښته پر دوه ډوله ګلونو ښکلې کېږي.
د دې ښکلې منظرې د لیدلو لپاره د چیلي له مختلفو سیمو او بهر څخه سیلانیان او بوټپوهان دې دښتې ته ځي.
د سیلګرۍ اداره وايي، چې راتلونکو ورځو کې به دا ډول نور ګلان هم وغوړېږي.
ایټاکاما چې د نړۍ تر ټولو وچه دښته بلل کېږي دا ناڅاپي بارانونو داسې بدله کړې لکه د ګلونو ټیکری پر غوړېدلې وي.
د عکس سرچینه، EPA
ګلان د واورې منظره هم ور کوي.
د عکس سرچینه، EPA
د ډېرو ګلونو رنګ سپین وي.
د عکس سرچینه، EPA
زېړ ګلان هم ښکاري.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس سرچینه، EPA
د دې دښتې ډېرې برخې په کال کې وچې وي.