عراقي ځواکونو له داعشیانو د تلعفر تاریخي سیمه نیولې

. د انځور حقوق EPA
Image caption عراقي ځواکونه وايي، د تلعفر ۹۵ سلنه خاوره یې تر کنټرول لاندې ده

عراقي ځواکونو تر شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د نینوا ولایت د تعلفر لرغونې سیمه نیولې او ادعا کوي چې د ټول ولایت نیولو ته نږدې شوي دي.

د عراقي ځواکونو قومندان د شنبې په ورځ ومنله چې عراقي ځواکونو د تلعفر ښار د تاریخي سیمې له نیولو وروسته بېلابېلو ځایونو کې داعشي جګړه مار کلابند کړي دي.

د تلعفر ښار له شماله هم د نښتو رپوټونه ور کړل شوي دي.

د تلعفر ښار اهمیت په دې کې دی چې د سوريې او عراق پر پوله پروت دی او د داعشي جګړه مارو له ستراتيژیکو اډو څخه وو.

د تلعفر د جګړې مشر یارالله وايي، عراقي ځواکونه د نینوا ولایت په بېلابېلو برخو کې له داعشي جګړه مارو سره په جګړه دي.

له تلعفره په ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې عراقي ځواکونه د ټانکونو او هوايي ځواک په ملتیا پر مخ درومي.

په دغو تصویرونو کې چې کوم تور لوګی ښکاري، دا د څو ودانیو د سوځېدو لوګی دی چې د تلعمر له اسمانه یې غېږه تاوه کړې.

د عراقي ځواکونو قومندان وايي، له داعشي جنګیالیو سره د تلعفر ښار ۵ سلنه خاوره ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عراقي ځواکونو قومندان وايي، له داعشي جنګیالیو سره د تلعفر ښار ۵ سلنه خاوره ده.

ورته مطالب