د ۲۰۱۷ کال پوځ؛ د روسیې د وسلو نندارتون

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption د نندارتونو لیدونکو ته دا ښه چانس برابر و چې الوتکې هوا ته په پورته کولو سره وازمویي.

د ۲۰۱۷ کال پوځ په نوم د روسیې تر ټولو لوی پوځي او دفاعي نندراتو د پنځو ورځو لپاره و او د اګسټ پر ۲۷ پای ته ورسېد.

دا نندارتو د کوبینکا هوايي اډې تر څنګ د مسکو په پاتریوت پارک کې جوړ شوی و.

دغه نندارتون هم د نړیوالو رسنیو پام ور اړولی و او هم د لسګونو اروپايي، اسیايي او لاتینې امریکا د لسګونو هېوادونو پر سفیرانو او پوځي استازو ډک وو چې غوښتل یې په روسۍ وسله خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption پلیس انسات چورلکه(ښی اړخ لاندې انځور)، میل می - ۳۸- ۲ (کیڼ اړخ لاندې انځور). میل - ۱۷ وي- ۵ چورلکه( ښی لاس پاسنی انځور)، یرغلیز میل می - ۲۸ یو بي(چپ لاس پاسنی انځور)

له کلاشینکوف تر مېګ ۳۵

په دې نندارتون کې د یرغلیزو چورلکو لکه میل می- ۲۸ای اېن، خورا نوی ټانک ټي- ۱۴ په ګډون ۱۸ زره ډوله وسله او مهمات نندارې ته وړاندې شول، چې د مختلفو هېوادونو د ۳۰۰ پوځي کسانو په ګډون یې ۳۰ زره کسانو ننداره وکړه.

هغو وسلو تر ټولو ډېر د خلکو پام ځان ته اړولی و چې سوریه کې یې بری لیدلی او خورا ډاډه وړ دي..

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption کاموف کا- ۵۲ یرغلیزه چورلکه

په دې کې یوه وسله کاموف کا- ۵۲ کي یرغلیزه چورلکه وه چې د روسیې د سمندري ځواک ده او د روان کال لومړیو کې له اډمیرل کوزنېتسف الوتک وړونکې سره د مدیترانې سمندرګي ختیځ ته ولېږدل شوه چې د سوریې په جګړه کې وکارول شي.

بل هم د ګزمې زغرګاډی (۵۳۵۰ کوماز) و چې د سړک غاړې بمونو په مقابل کې ځواکمن دی، هم بمونه پېژني او هم یې باسي او دا ګاډی د روسیې ځانګړو ځواکونو د سوریې په کوباني اور قه کې د داعش ضد جګړه کې کارولی دی.

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption د هولدینګ شرکت مشر وايي، د بندیزونو له امله پر ایران اوس چورلکې خرڅولی نشي.

د نندارتون په شپږ کیلومترۍ کې تیر الابینو ډګر دی، چې لیدونکو ته پکې د ټانکونو، پوځ لېږدوونکو ګاډو، توپونو او نورو وسلو وړتیاوې نندارې ته وړاندې کېدلې.

دوی پېرونکو ته دا چانس هم ور کړی و چې د روسیې جوړ دوه ډېر بازار لرونکې چورلکې د نندارتون شاوخوا هوا کې ننداره کړي.

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE

د نندارتون ډېره پام اړوونکی شرکت

د پوځي چورلکو پېرل د روسیې د پوځي او دفاعي صادراتو خورا لویه برخه ده، خو د اوکراین د کړکېچ له امله پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو یې بازار له ستونزو سره مخ کړی دی.

په تېرو لسو کلونو کې نړیوال بازار کې خورا ډېر کامیاب روسي هیلي کاپټر مېل می- ۱۷ او ۱۷۱ دی.

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption نندارتون کې د یو شرکت ټپرۍ یا غرفه.

دا دواړه جورلکې د امریکا د ورته چورلکې( تور شاهین) پرتله ارځانه دي، خو ډېره وړتیا لري.

ځکه ان د ناټو ډېرو هېوادونو هم د امریکايي چورلکې پر ځای روسۍ چورلکې را نیولې.

خو پر روسي شرکت هولدینګ د امریکا بندیزونو د تور شاهین بازار بېرته ګرم کړی دی.

د انځور حقوق BABAK TAGHVAEE
Image caption د روسیې د وسلو نندارتون کې هر کال د یو شرکت د چارو لیدلو ته خبریالان بلل کېږي.

خو له دې بندیزونو سره سره په افریقا، لاتینه امریکا، منځني ختیځ او اسیا کې بیا هم هر کال د روسیې مېل می- ۸ چورلکې پلورل کېږي.

په دې نندارتون کې هم چین څلور، بورکینا فاسو دوه او درې چورلکې هم یو بل نامعلوم پېرونکي واخیستې.

د انځور حقوق Anton Tushin /State Corporation Rosteс
Image caption تي - ۹۰ اېس ټانک چې د روسیې د ځمکني پوځ د ملا تیر بلل کېږي.

په نندراتون کې د ایرانیانو بیروبار

دغه نندارتون ته د ایران پوځي او دفاعي چارواکي او کارپوهان ورغلي وو، خو د بودیجې کمښت او د امریکا بندیزونه هغه څه وو چې له کومې سوداګریزې معاملې پرته ستانه شي.

د انځور حقوق (Anton Tushin /State Corporation Rostec
Image caption تي يـ ۱۴ ارمانا ټانک د روسیې د جګړې د ډګر خورا پرمختللی ټانک