امریکا افغانستان ته د درنو بمونو غورځوونکې الوتکې لېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په لېږل کېدونکو الوتکو کې بي ۵۲ الوتکې هم شته

ایکسپریس ټربیون

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې ښايي افغانستان ته په نویو استول کیدونکو ځواکونو کې زرګونه پراشوټي ځواکونه ، سمندري ځواکونه ، او درانه بم غورځوونکې الوتکې شاملې وي.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي په پام کې ده چې افغانستان ته نورې ایف ۱۶ ډوله جنکي جټ الوتکې ، اې ۱۰ ډوله الوتکې ، نورې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې او یا د دغو درې واړو یوه مجموعه الوتکې واستول شي.

دغو چارواکو ویلي ښايي دغو الوتکې همدا اوس افغانستان ته پر لاره وي. دغو چارواکو ویلي بي ۵۲ الوتکې به په قطر کې وي خو په افغانستان کې به عملیات ترسره کوي.

دغو چارواکو زیاته کړې چې د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه پوځي واحدونه به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي همدا اوس په افغانستان کې ده او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتیري کیږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کیدو لپاره په انتظار دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اریک پرنس د بلک واټر امنیتي-قراردادي کمپنۍ مشر

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بلک واټر امنیتي خصوصي شرکت د بنسټ ایښودونکي اریک پرنس یوه مقاله خپره کړې .

دی په دغې نوې مقاله کې وايي دولتي سرتیري نه بلکې قراردادي سرتیري کولی شي د افغانستان جګړه وګټي.

دی زیاتوي په تیر پسرلي کې یې سپینې ماڼۍ ته وړاندیز وکړ چې یو کم شمیر امریکايي ځانګړي ځواکونه او یو شمیر نور قرار دادي سرتیري دې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې پر دنده وګمارل شي .

دی ویلي همدا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لاره ده. دی وايي د جګړې د پای ته رسولو دغه لاره چاره مخکې ازمایل شوي خو ښايي د ځینو به هیره وي.

ده بیا هم پر خپله خبره ټینګار کړی او وايي دوه زره ځانګړي ځواکونه دې له یو شمیر ملاتړو ځواکونو سره په افغانستان کې ځای پر ځای شي ، او تر څنګ دې شپږ زره قرار دادي غیر دولتي سرتیري هم واستول شي او نور سرتیري دې بیرته امریکا ته را وغوښتل شي.

دی وايي، که ولسمشر ټرمپ یې وړاندیز ومني؛ حاضر دی چې په عملي کولو کې یې مرسته وکړي، دی وايي دا داسې یوه طرحه ده چې د ډیرو امریکایانو ژوند خوندي کوي او هر کال شاوخوا څلویښت ملیارده ډالره هم سپموي.

ایکسپریس ټربیون

پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون لیکي چې امریکايي چارواکو پاکستان ته ویلي چې غواړي له پاکستان سره خپلې اړیکې وساتي او د پاکستان اندیښنې به په پام کې ونیسي.

ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي چې پاکستاني لوري ته ویل شوي چې امریکا به د سیمې له هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې توازن وساتي چې ښايي اشاره یې د هند او امریکا تودو اړیکو ته وي.

ورته مطالب