د عکسونو البوم: د حج مراسم

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نژدې دوه میلیونه مسلمانان د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره د سعودي عربستان مکه ښار کې غونډ شوي دي. له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان تللي دي.

له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
نن د حج مراسمو ځانګړې ورځ وه او ټول عبادت کوونکي عرفات کې را غونډ شوي وو. د انځور حقوق Getty Images
Image caption نن د حج مراسمو ځانګړې ورځ وه او ټول عبادت کوونکي عرفات کې را غونډ شوي وو.
د لمر لوېدو وروسته حاجيان ټول مزدلفې ته لاړل او هلته به شپه کوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لمر لوېدو وروسته حاجيان ټول مزدلفې ته لاړل او هلته به شپه کوي.
سږکال د حجیانو په ډله کې هغه دوې مېرمنې هم وې چې د حج په مراسمو کې يې کوچنیان زېږولي دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږکال د حجیانو په ډله کې هغه دوې مېرمنې هم وې چې د حج په مراسمو کې يې کوچنیان زېږولي دي.
ایراني حاجیانو هم له یو کلن ځنډ وروسته د حج په سږني مراسمو کې ګډون کړی. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایراني حاجیانو هم له یو کلن ځنډ وروسته د حج په سږني مراسمو کې ګډون کړی.
جمعه د اختر ورځ ده او حاجیان به د جمرې ویشتلو وروسته قربانې کوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption جمعه د اختر ورځ ده او حاجیان به د جمرې ویشتلو وروسته قربانې کوي.
د سعودي اوڅار عالم شيخ سعد ال شتري د حج خطبه کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې د خلکو پر حق له تېري او بې عدالتۍ دې ډډه وکړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سعودي اوڅار عالم شيخ سعد ال شتري د حج خطبه کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې د خلکو پر حق له تېري او بې عدالتۍ دې ډډه وکړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې يې اختر ته ځانګړي تدبیرونه نیول شوي خو له خلکو یې هم غوښتي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې يې اختر ته ځانګړي تدبیرونه نیول شوي خو له خلکو یې هم غوښتي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي.
په ګڼو هېوادونو کې د اختر لپاره چمتوالی نیول شوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ګڼو هېوادونو کې د اختر په ورځو شپو کې د هټېوالو کاروبار ښه وي.
د لوی اختر لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون په ډېرو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې قربانۍ لپاره چمتووالى نیول کېږي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لوی اختر لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون په ډېرو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې قربانۍ لپاره چمتووالى نیول کېږي

.