د ایرما توپان زورورې څپې د امریکا له سمندرغاړو تېرېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption ماهرین وايي کله چې دغه توپان د ایالت له کوزو سیمو تېرېږي ښايي د بادونو سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۰۹ کیلومتره ته ورسېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو کې د هوا پېژندنې ادارې وايي، ایرما نومي سمندري توپان د دغه هېواد فلورېډا ایالت سمندرغاړو ته رسېدلی دی.

دغه توپان د شدت له پلوه څلورمه درجه بلل شوی دی. له څو ساعتونو راهیسې د دغه توپان وژمې د فلوریډا له ساحلونو سره لګېدې، خو اوس د دغه توپان لومړني چټک بادونه د فلورېډا وچو ځمکو ته رسېدلې دي.

ماهرین وايي کله چې دغه توپان د ایالت له کوزو سیمو تېرېږي ښايي د بادونو سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۰۹ کیلومتره ته ورسېږي. د امریکا سمندرغاړو ته دغه توپان له تېرېدو مخکې د غرب اهند یا کارابیین ټاپوګانو تېر شو چې هلته یې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.

ماهرین وايي، د توپان مرکزي برخه، چې د توپان سترګه هم بلل کېږي، راتلونکو دوو ساعتونو پورې به د فلورېډا له ساحلونو تېرېږي.

په داسې حال کې چې د ایرما توپان د فلوریډا سواحلو ته په رسېدو لا نور چټک شوی، څه کم شپږ میلیونو کسانو ته د خپلو کورونو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره داخلي کډوالي ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایرما توپان خپل تګلوری څه ناڅه بدل کړی دی

د ایرما توپان په اړه وړاندوینه دا وه چې د فلوریډا په سویل کې به د میامي ښار وځپي، خو د تګلوري د بدلېدو له امله توپان د فلوریډا د شمال لوېدیځ سواحلو (ټمپا) پر لور خوځېدلی دی.

د فلوریډا یوه چارواکي ریک سکاټ هغو کسانو ته چې لا یې خپل کورونو نه دي خوشې کړي، ګوتڅنډنه کړې که ژر تر ژره له خپلو کورونو ونه وځي، نو په لېږدوونکي کاروان کې به یې امنو سیمو ته د لېږد فرصت له لاسه ووځي.

د سمندر له سطحي د ټیټو سیمو په اړه اندېښنه دا ده چې بر سختو اورښتونو سربېره به د توپان دوه متریزه څپې ښار ته لار ومومي او سمندر ته د ستنېدو پر مهال ستر زیانونه پېښ کړي.

میامي ته د بي بي سي استول شوې خبریال سام فرزانه وايي، دغه سیمه له ځايي اوسېدونکو او ګرځندویانو خالې شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption توپان ډېر مالي زیانونه اړولي دي

امنیتي مسوولانو د فلوریډا د میامي او جنوبي سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې له یوې مخې خپل کورونو پرېږدي او امنو سیمو ته لاړ شي.

له توپان پټېدونکو کسانو ته په لوبغالو او سرپټو نندارتونونو کې د اوسېدو اسانتیا برابره شوې ده.

دغه توپان امریکا ته تر رسېدو وړاندې د کاراییب ټاپوګان ویجاړ کړل، ۲۰ کسان یې ووژل چې د شنبې په ورځ له کیوبا تېر او باهاما ته ورسېد.

دغه توپان په کیوبا کې یو میلیون کسان خپلو کورونو خوشي کولو ته اړ کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زرګونه موټر له جنوبي فلوریډا امنو سیمو ته پر لار دي

ورته مطالب