د مرغانو د تصویرونو کلنۍ سیالي
د تصویرونو کلنۍ سیالي کې داسې تصویرونه شامل دي، چې د کمرې له نظره د مرغانو ژوند او ژواک ته په کې کتل شوي دي.
د الهاندرو روباس دغه تصویر ته د سیالۍ تر ټولو د غوره تصویر جایزه ورکړل شوې، چې د اوږدې غړۍ مرغان په کې خپلو بچو ته خواړه ورکوي.
بورټ فولیو کټیګورۍ کې دغه غوره تصویر بلل شوی
عکاس ویلي غوښتل یې د دغه تصویر له اخیستو مخکې پر مرغانو جال وغوروي، خو په خبره یې له دې مخکې یوې کېدړې ټول الوتو ته اړایستل.
له تصویره مخکې عکاس د ګوربت ښکار ته نژدې کمره ځای پر ځای کړې وه، چې پر ښکار د غوټې پر مهال ګوربت د کمرې په عدسه کې خوندي شي.
د پولنډ په اودرا دره کې ډینګان په کتارونو کې روان دي.
استرالیایی پیلیکن د وچې پر لور درومي
له لمر ختو سره سم ښايي د دغو مرغانو تر منځ 'سیمه ییزه شخړه' پیل شوې وه.
ناروې کې یوه هیلۍ اوبو کې روانه ده
سنګاپور کې عکاس کلون داو یو هود، هود ولید چې ښايي له ځانه سره یې خبرې کول غوښتل
ویبر مارک هغه منظر په خپله کمره کې خوندي کړی دی، چې مرغان خپلو ځالو ته ستنېدل.