اوونیزبحث: روهینګیان څوک دي او د میانمار حکومت ورسره څه ستونزه لري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوونیزبحث: روهینګیان څوک دي او د میانمار حکومت ورسره څه ستونزه لري؟

د میانمار پر حکومت له روهینګي مسلمانانو سره د چلند پر سر نړیوال فشار مخ په ډېرېدو دی.

د نوبل جایزې پر دوو ګټونکو - ملالې یوسفزۍ او پادري دیزموند توتو پسې یوه بل ګټونکي او د تبتي بوداییانو مشر دالای لاما هم په میانمار کې د مسلمانانو په ملاتړ غږ پورته کړ.

روهینګیان څوک دي او د میانمار حکومت ورسره څه ستونزه لري؟ د همدې او ګڼو نورو پوښتنو د سپړلو له پاره اوونیز ګردی مېز لرو له دې مېلمنو سره:

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر حسین شیهد سُهروردي او ژورنالیست او سیمه ییز څېړونکی بیت الله حمیدي چې په هند کې یې د روهینګي کډوالو پر ژوندانه رپوټونه چمتو کړي دي.

دا بحث داود جنبش وړاندې کوي.