د مالیزیا یوه مدرسه کې ۲۵ زدکوونکي او ساتونکي ووژل شول
د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې چارواکي وايي، د اور له امله د یوه مذهبی ښوونځي ۲۵ زدکوونکي او ساتونکي وژل شوي دي.
اور سهار وختي په ځايي وخت په ودانۍ کې بل شوی دی.
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په ټوېټ کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.
د ښار د اور وژنې څانګې یو مشر خیرالدین درهمن له اې اېف پي اژانس سره په خبرو کې وايي:
"۲۳زدکوونکي او دوه ساتونکي وژل شوي دي".
د دوی عمر تراوسه ډاګیز شوی نه دی.
په دا ډول ښوونځیو کې ماشومان چې عموما یې عمرونه له ۵ تر ۱۸ کلونو وي، د قران زدکړې کوي.
په شلو کلونو کې تر ټولو بده پېښه
اور د زدکوونکو په شپه غالي یا خوب خونه کې لګېدلی دی.
چارواکي وايي، دا ښايي په تېرو شلو کلونو کې د دغه هېواد د اور تر ټولو بده پېښه وي.
روغتون ته د ځینې زدکوونکو لېږدولو خبر هم رپوټ شوی دی.
د پېښې په هکله پلټنې روانې دي.
مالیزیايي چارواکو په تېرو کلونو کې د اور له څو پېښو وروسته په خصوصي ښوونځیو کې د خوندیتوب پر تدبیرونو اندېښنه وښوده.
ځايي رسنۍ وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا ډو ل۲۰۰ پېښې شوې دي.