میانمار کې څه تېرېږي؟ سترګو لیدلی حال
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

میانمار کې څه تېرېږي؟ سترګو لیدلی حال

پر میانمار فشار په ډېرېدو دی چې له مسلمانانو سره زرو زیاتی ودروي. د میانمار یا برما له دویم لوی ښاره دغه روپوټ کې وینو چې بودیان دې روانې لانجې ته په کومه سترګه ګوري. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، په میانمار کې پوځي عملیات چې له امله یې سلګونه روهېنجا مسلمانان د خپلو کورونه پرېښودو ته اړ شوي دي، نسل وژنه بللې ده. انتونیو ګوتېرڅ وايي، دغه روانه لانجه سیمه بې ثباته کوي. د بي بي سي خبریال، فرګل کیین، د میانمار یا برما دویم لوی ښار، منډلۍ، ته تللی و چې حالات له نژدې وګوري.