'درې اونۍ د لور مړی کور کې راته پروت و'

نیام د انځور حقوق GILLI DAVIDSON
Image caption نیام د پښتورګو پر سرطان اخته وه

نهه کلنه نیام چې مړه شوه، مور یې ګیلې ډېوډسن پوهېده، چې څنګه یې باید خاورو ته وسپاري او د سیمې هغې ادارې یې دغه ارمان پوره کړ، چې د وروستیو مراسیمو ترسره کولو کاروبار کوي.

ماشومه نیام د پښتورګو پر یو ډول سرطان اخته وه، چې ولمز ټيومر بلل کېږي او ډېر لږ ماشومان پرې اخته کېږي.

درې کاله یې درملنه کېده، خو ناروغي یې بېرته پرې راوګرځېده او کورنۍ ته وویل شول، چې په لاعلاجه مرض اخته ده. ګیلې وايي داسې فکر کول هم ورته د زغملو وړ نه و، چې لور به یې نوره له دوی سره نه وي:

''ماسپښین یوه نیمه بجه وه، چې ساه یې ورکړه. کور کې یوازې زه او پلار یې و. ''

د نیام غبرګوني زاچ په ګډون د ګیلې نورو اولادونه هغه مهال ښوونځي کې وو. خو د غم او درد په هغو سختو شېبو کې هم د ګیلې ذهن کې یوه خبره واضح وه، هغې د خپلې مړې لور سترګې خیرات کړي، چې په ټول بدن کې یې له ناروغۍ یوازینی روغ پاتي غړي وو.

د انځور حقوق GILLI DAVIDSON

دغه کورنۍ د بدن غړو خیراتولو پر اهمیت ډېره ښه پوهېده او دا ځکه چې له دې مخکې د نیام یو ورور په کوچینوالي کې د زړه پیوندولو له عملیاتو تېر شوی و.

ګیلې په چټکۍ سره د برتانیا برایټون کې ارکا نومي شرکت ته د لور د مړینې خبر ورکړ، چې د تکفین، تدفین او بدن غړو د خیرات ټولولو چارې تر سره کوي.

د تکفین او تدفین ادارې مشره کارا مایر له خپلو همکارانو سره د نیام کره لاړه او د معمول خلاف یې د هغې مړی په توره پلاستیکي کڅوړه کې له کوره د ایستلو پر ځای پستو کالیو کې نغښتی پر سټریچر له کوره وایست. هغه وايي:

'دکوروالو لپاره دا اسانه نه وي، چې د کورنۍ یو غړی یې له کوره د تل لپاره وځي. که هغه مړ هم وي، دوی یې لا هم د خپل تن او وجود برخه بولي، ځکه نو باید مړی له کوره په ښایسته توګه وایستل شي ''

د انځور حقوق GILLI DAVIDSON
Image caption نیام له خپل غبرګوني ورور زاچ سره

د نیام مړی ارکا ادارې ته ولېږدول شو او هلته ورنه په هماغه ماښام طبي ماهرینو سترګې وایستلې. ګیلې وايي سارا تر هغه وخته له مړي سره وه، چې دا ټول بهیر بشپړ شو.

په دویمه ورځ د ماشومې مړی بېرته کورته راوړل شو. برتانیا کې له خښېدو مخکې کورونو کې د مړي ساتلو دود لږ دی، خو غیرقانوني چاره نه ده.

له نړېدلې ودانۍ څلور ورځي وروسته يوه ماشومه وژغورل شوه

شهزادګۍ ډیانا د نړۍ شوخه مور

دې کې د هوا څرنګوالی ډېر مهم بلل کېږي. یو شمېر شرکتونه د مړي ساړه ساتنې لپاره ایرکنډېشنونه ورکوي، خو د نیام مړي لپاره دې ته اړتیا نه وه، ځکه موسم یخ و، د نومبر میاشت وه او د هغې مړی د کور یوې کوټې کې د پرانیستې کړکۍ تر څنګ کېښودل شو. ګیلې وايي:

د انځور حقوق GILLI DAVIDSON

''همالته خپله کمپله کې راته نغښتې پرته وه، دا راته مناسبه نه ښکارېده، چې بهر پاتې شي، ایله نهه کلنه وه، لا مې هم د خپل وجود د برخې په څېر محسوسوله. ''

له هغه وروسته تر درېیو اونیو پورې نیام پټې سترګې د خپل کور پر غولي پرته وه. مور یې په دغه موده کې ډېر وخت د هغې تر څنګ تېراوه:

''په دغو ورځو کې وتوانېدم ویې لمبوم، د هغې خوښ کالي ورواغوندم او زما لپاره مهمه دا وه، چې مړینه یې له زړه ومنم. که هغه رانه ناڅاپه ورکه شوې وای او بیا یې چا تړلی تابوت کورته راوړی وای او ما نه وای لیدلې، اوس به هم پسې ګرځېدم. ''

ګیلې وايي د خپل زړه د ډاډ لپاره یې ځکه داسې کول چې دوه ماشومان یې مخکې مړه شوي وو او د دواړو د لیدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د انځور حقوق TOBY SMEDLEY
Image caption کارا مایر وايي مړي باید له ناز او مینې سره له کورونو وایستل شي

ګیلې وايي 'نه مې غوښتل هغه په تابوت کې ایساره خاورو ته وسپارل شي، خو کارا وړاندیز وکړ، چې یوازې کفن کې به یې خاورو ته وسپارو. هغه وايي 'دود داسې و، چې خلکو به ویل سترګې د روح کړکۍ دي او ډېرو کسانو به وصیت کاوه، چې باید سترګې یې و نه ایستل شي، خو په خبره یې د نیام له مړیني وروسته ډېرو کسانو خپل فکر بدل کړی.

هغه وايي کله چې خبره شوه د لور د سترګو کسي یې یوه ځوان او یو زلمي ته په بریالیتوب پیوند شوي دي او اوس لیدل کولای شي، ډېره خوښه شوه: ''دا داسې ده لکه نیام چې یو څه ژوندۍ پاتې وي، دا د هغې میراث دی. ''

ورته مطالب