ټرمپ: ژر به ووینئ چې د ایران له اتومي تړون سره څه کوم

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا ولسمشر د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ له اټومي تړون سره بیا مخالفت وښود او ویې ویل ډېر ژر "راتلونکی اکتوبر" به له دې نړیوال تړون سره ټول د ده چلند وویني.

ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له هغو خبریالانو سره دا خبرې وکړې، چې له ده سره توپان ځپلي فلوریډا ایالت ته په الوتکه کې ملګري وو.

نوموړي یو ځل بیا دا تړون "خورا بد" وباله چې په خبره یې "تراوسه یې لیدلی نه دی" او زیاته یې کړه چې ایران د دې تړون خلاف ورزي هم کړې ده.

* ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی دی

* ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

په ورته مهال د امریکا ماليې وزارت د ایران نور یوولس کسان او شرکتونه د بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړل.

دغه وزارت په یوه بیانیه کې وايي، پر دې کسانو او شرکتونو ځکه بندیزونه لګوي چې "د سپاه پاسدران او سایبري بریدونو کې د ښکېلو جالونو" ملاتړ کوي.

بندیزونه ځنډول

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۱۴ اټومي تړون وشو. د دې تړون له مخې له ایران ځینې بندیزونه ځنډول شوي، خو ځینې نور پر لګېږي.

په ورته مهال د امریکا حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه بندیزونه وځنډول چې د ایران او شپږو قدرتونو تړون کې هوکړه پر شوې ده.

امریکايي چارواکي اتومي تړون ته د ایران ژمنتیا په پړاویز ډول ارزوي او له مخې یې پر دغه هېواد ځینې پخواني لګېدلي بندیزونه ځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي واشنګټن دغه بندیزونه ځکه بیا ځنډوي چې د تهران مقابل کې سیاست کې "نرمښت" ولري.

* امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

* ټرمپ پر روسیې، ایران او شمالي کوریا نوي بندیزونه لاسلیکوي

د هغه په خبره، د بندیزونو ځنډول په مختلفو برخو کې د ایران د "نامناسب چلند" په مقابل کې د شنه څراغ مانا نه لري.

په هغو څلورو شرکتونو کې چې امریکا تازه بندیزونه پر لګولي دوه په اوکراین کې دي او امریکایان یې له کاسپین او ماهان هوايي کرښو سره په همکارۍ تورنوي چې لا د مخه بندیزونه پر لګول شوي دي.

پاتې شرکتونه او اووه کسان ایراني دي چې له بندیزونه سره مخ شوي دي.

د ایران په تړاو نوی سیاست

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په برتانیا کې.

دا څوم ځل دی چې امریکا له اټومي تړون وروسته د ایران پر شرکتونو او کسانو بندیز لګوي.

واشنګټن وايي، دا کار یې د نویو بندیزونو د لګولو په مانا نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د پنجشنبې په ورځ برتانیا کې وویل، چې تهران له اتومي تړون وروسته هیلې یا غوښتنې( د امریکا) پوره نه کړې.

د هغه په خبره، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د ایران په تړاو نوی سیاست غوره کول ارځوي.

نوموړی وايي په دغه سیاست کې یواځې د ایران اتومي وړتیا نه بلکې "ټول ګواښونه" په پام کې نیول کېږي.

ورته مطالب