د لندن مترو کې چاودنې ۲۹ کسان ټپي کړل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په ویډیو کې ښکاري چې د اورګاډي په کونج کې پر یوه بیک اور بل دی. دا د پارسن ګرین تمځی دی.

د سويل لويدیځ لندن د ځمکتل اورګاډي کې د چاودنې له غږ وروسته پولیسو پلټنې پیل کړې دي. د لندن پولیس په دې پېښه کې د ۲۹ کسانو ژوبلېدل مني، خو وايي، د ټولو روغتیايي حالت ډاډمن دی.

پولیس دا هم وايي، چې دا پېښه له لاس جوړ باروت رامنځ ته شوې ده.د رپوټ له مخې، دغه باروت یا چاوېدونکي مواد پوره نه دي چودلي. لیدلي کتلي وايي، د څو مساپرو مخونه یې ټپي لیدلي دي.

نور دا هم وايي، چې له پېښې وروسته یې په ځای کې یوې بلې خوا ته د خلکو منډې ولیدلې.

یوه مېرمن چې د اورګاډي په پېښه لیدلې ډبه کې ناسته وه له بي بي سي سره خبرو کې ویلي اول یې د چاودنې په څېر غږ واورېد او لږ وروسته د اور لمبو ټوله ډبه ونیوله.

د خلکو منډې

ر د انځور حقوق Reuters

دا پېښه په پرسنز ګرین تمځي کې شوې ده او هلته د بي بي سي خبریال رز لطیف وايي، کله چې خلکو د چاودنې غږ واورېد له اورګاډي یې منډه کړل.

ځینې کسان د پېښې له ځای د وتلو پر مهال هم د نورو خلکو له خوا تر پښو لاندې شوي دي.

۲۴ کلن ایلیکس لټل فیلډ وايي: زه پارسنزګرین ټیوب تمنځي ته نږدې وم، خلکو په بیړه منډه وهلې.

"ما پولیس او د اوروژنې کسان لیدل چې په خلکو پسې یې له شا ځغستل".

ترهګریزه پېښه

د انځور حقوق TWITTER/@RRIGS
Image caption خواله رسنیو کې د هغه څه تصویر چې د لندن مترو کې د نننۍ پېښې لامل بلل کېږي.

د لندن امنیتي چارواکي او پولیس دا پېښه ترهګریز ګام بولي او په دې نوم یې پلټنې کوي.

دوی د اورګاډي نورې ډبې تلاشي کوي چې د کومې بلې پېښې مخنیوی وکړي.

د برتانیا د لومړۍ وزیرې تریزا مۍ د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

ویل کېږي اغلې مۍ به د دې پېښې په تړاو بېړنۍ غونډه وکړي.

د لندن ښاروال صادق خان هم وايي، چې هیڅکله به ترهګرۍ ته تسلیم نه شي.

د انځور حقوق ALEX LITTLEFIELD
Image caption خلک د پېښې له ځای د وتلو هڅه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب