تصویرونه: لندن کې د ترهګرۍ پېښه

د لندن ځمکتلي اورګاډي کې د چاودنې پېښې تصویرونه، پولیسو دا د ترهګرۍ پېښه بللې ده.

لندن ترهګري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د سويل لويدیځ لندن د ځمکتل اورګاډي کې د چاودنې له غږ وروسته پولیسو پلټنې پیل کړې دي. پولیس وايي دوی دغې پېښې ته د ترهکرۍ پېښې په نظر ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پېښې پر مهال د امنیتي ځواکونو ګڼ کسان د پېښې ځای ته ورغلل.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح،

د یوه عیني شاهد په وینا یوه بالټۍ کې یې د اور لمبې ولېدې، چې پورته شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

عیني شاهدانو ویلي، د اورګاډي یوه واګون کې چاودنه وشوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د بي بي سي امنیتي مسایلو خبریال فرینک ګارنر ویلي، ترهګرۍ مخنیوي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د پارسنز ګرین نومي تم ځای دغه پېښه کې یوه ټپي شوې ښځه له تم ځایه د وتلو په حال کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له پېښې وروسته یو شمېر کسان په ټېل ماټېل کې ټپیان شوي دي.