لندن کې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يو کس نيول شوى

ر

د عکس سرچینه، TWITTER/@RRIGS

د عکس تشریح،

هغه څه چې په ډبه کې د چاودنې لامل بلل کېږي.

د بريتانيا پوليس وايي د لندن ځمکتل اورگاډي کې شوې پرونۍ چاودنې سره په تړاو يې يو ١٨ کلن کس نيولى دى. دغه وگړى "ډور" په بندر کې نيول شوى چې فرانسې ته د ورتگ لاره ده. چارواکو په دې تړاو نور جزييات نه دي خپاره کړي خو پوليسو دا بريد د اسلامپالو ترهگرو کار بللى.

په لندن کې د ځمکتل اورګاډي د جمعې ورځې له چاودنې وروسته برتانیا کې د ترهګرۍ ګواښ بیا خورا لوړې کچې او کړکېچ حالت ته ورسېد.

پولیس د هغه کس پلټنې کوي چې په دې برید کې یې لاس درلود.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، چې ۲۹ کسان پکې ټپیان شول.

پولیس وايي، له پوځي مرستې غوښتلو وروسته په ټول هېواد کې نږدې زر پوځیان ګومارل شوي دي.

د برتانیا لومړۍ وزیره وايي، پوځ به له پولیسو سره مرسته کوي او هغو بېخ بنسټو ودانیو کې کې به پلي شي چې خلک ورته لاسرسی نه لري:

"خلک به په ټرانسپورټي شبکه او زموږ کوڅو کې ډېر وسلوال پولیس ویني چې دوی به لا نور خوندي کوي".

د تریزا مۍ په وینا، دا یو مناسب او پر ځای ګام دی چې د پلټنو بهیر کې به نور خوندیتوب او ډاډ برابر کړي.

سکاټلنډ پولیس وايي، دوی به د ګزمې لپاره د سرتېرو شمېر ډېر کړي په تېره په مهمو او بیروباري سیمو کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په برید کې ۲۹ کسان ټپي شول.

د جمعې په ورځ د سويل لويدیځ لندن د ځمکتل اورګاډي یوه ډبه کې د چاودنې له غږ وروسته اور ولګېد.

په دغه اور کې ۲۹ کسان سوځېدلي او ټپیان شوي دي.

خو چارواکي وايي، د ټولو حالت ډاډمن دی.

کارپوهان وايي، دا لاس جوړ بم و، چې پوره نه دی چودلی او که داسې کېدلی ډېر زیان یې اړولی شو.