"افغانستان کې د امریکا او ناټو ماموریت تر اوږدې مودې غځېږي"

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل ښار د ځانګړې امنیتي شنې ساحې د پراخولو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د دغې ساحې له پراخولو داسې ښکاري چې په افغانستان کې به د ناټو او امریکا ماموریت تر اوږدې موږدې وغځول شي.

ورځپاڼې دغه مطلب د نړیوالې ټولنې د یوې بلې لسیزې د ماموریت د پيل په اړه لیکلی او زیاتوي شنه ساحه د دې لپاره پراخیږي چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره دغه سیمه خوندي وي او د هغه خونړي برید په څېر د نورو بریدونو مخه ونیول شي چې تېره مۍ میاشت د جرمني سفارت مخې ته وشو.

ورځپاڼه اشاره کوي چې د راتلونکي کال پارلماني ټاکنې یوه بله ننوګنه ده چې امریکا غواړي په خوندي توګه ترسره شي او اروپايي ټولنې او ناټو په سیمه توګه د دغو ټاکنو ترسره کول د خپلو همکاریو د دوام لپاره یو شرط بللی.

ګلف ټایمز

اماراتۍ ورځپاڼه ګلف ټایمز لیکي چې ایراني چارواکي د پاکستان او افغانستان شیعه وګړي سوریې ته ددغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد د حکومت د ملاتړ لپاره استوي او هره میاشت یوه تن ته شپږ سوه ډالره تنخوا ورکوي.

د میاشتنۍ تنخوا ترڅنګ له را ګرځیدو وروسته له دغو کسانو سره په ایران کې د دندې ژمنې هم شوې دي.

ورځپاڼه په امریکا کې د یوه دفاعي انسټیټیوټ د غړي امیر توماج له قوله زیاتوي چې د سوریې په جګړه کې د افغانانو شمیر شاوخوا شپږ زره دی او د پاکستاني جګړه مارو شمیر سلګونو ته رسیږي.

په راپور کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د مشر احسان غني له قوله ویل شوي چې یواځې په سوریه کې نه بلکې د منځني ختیځ په نورو جګړو کې د پاکستانیانو د ګډون په اړه زرګونه اسناد څیړي.

په راپور کې وړاندې ادعا شوې چې ایران د بیلابیلو هېوادونو د وګړو په جلبولو سره غواړي هغوی په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

واشنګټن پوسټ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سوریه کې د بشار اسد د حکومت ملاتړی ملېشه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي که څه هم امریکا د سویلې آسیا او افغانستان په اړه نوې تګلاره په ډاګه کړه خو دغې تګ لارې د ورځپاڼې د ادعا له مخې د لارې د یوې نقشې بڼه نه ده خپله کړې.

په اروپا کې د ناټو د پوځي کمیټې مشر جنرال پيټر پاویل واشنګټن پوسټ ته ویلي هغه ونډه چې د دغې کړنلارې له مخې دوی ته ورکول کیږي لا هم ښه جوته نه ده.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د یوه مذهبي جنجالي مشر ګورمیت رام ریم سنګ پخواني موټر چلوونکي محکمې ته ویلي دی حاضر دی چې د ریم سنګ په اړه د وژنې په یوه قضیه کې شاهدي ورکړي.

ریم سنګ تېره میاشت پر دوه میرمنو د جنسي تیري په جرم په زندان محکوم شوی ، د هغه د زنداني کولو پریکړې په هند کې یو لړ ستونزې رامنځته کړې.

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې د پاکستاني له واکه د لرې کړل شوي لومړي وزیر نواز شریف د لور سیاسي هلو ځلو ته کتنه کړې او زیاتوي چې هغې ته اوس د خپلې کورنۍ د سیاسي میراث د پاللو مسوولیت تر غاړه دی.

د نواز شریف لور مریم د خپلې مور لپاره کمپاین وکړ چې په پام کې ده په نننیو ټاکنو کې د خپل خاوند پر ځای د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړي.