"افغان زعفرنو د ایراني زعفرانو بازار خراب کړی"
- سمیع الله موسیزی
- بي بي سي، لندن
فاینېنشیل ټربیون:
ایرانۍ ورځپاڼه فایننشیل ټربیون لیکي چې په افغانستان کې د زعفرانو د زیات تولید له امله په دې برخه کې د ایران د زعفرانو صادرات اغیزمن شوي.
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې له ایرانه افغانستان ته د زعفران د پریمانه بزغلي په وړلو سره دغه هېواد د ایران د زعفرانو په یوه خطرناک سیال بدلیدلی شي.
همدا وجه ده چې همدا اوس د ایران زعفران هغسې تود بازار نه لري لکه پخوا یې چې درلود.
ورځپاڼه د ایران د زعفرانو د صادراتو د پراختیا د ادارې د مشر له قوله لیکي چې د ایران زعفران په نړۍ کې ساری نه لري، نو د ده په وینا پکار ده چې حکومت نورو هېوادونو ته د ایران د زعفرانو د بزغلي صادرولو مخه ونیسي.
ورځپاڼه زیاتوي چې ایران په نړۍ کې د زعفرانو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی او هر کال درې سوه ټنه زعفران تولیدوي.
ډیلې مېل:
په هرات کې د زعفرانو کرونګرې
ډیلې مېل برتانوۍ ورځپاڼه لیکي چې څېړونکي د مصنوعي ځیرکتیا د داسې یوه کمپیوټري پروګرام پر جوړولو بوخت دي چې پر مټ یې ښايي د الزایمر ناروغۍ تشخیص د ډاکټرانو پرتله لس کاله وړاندې وشي.
ورځپانه زیاتوي د دغه پروګرام جوړول تر لاس لاندې دي او د بریالیتوب په صورت کې به یې د تشخیص دقت ۸۶ سلنه وي.
څېړونکي وايي د الزایمر ناروغۍ په برخه کې د دغه پروګرام په بریالي کیدو سره به هغه د نورو ورته ناروغیو لکه پارکینسون- چې هغه هم یوه عصبي ناروغۍ ده -وکارول شي.
ډیلي ټایمز:
د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو پخوانی مشر هم وژل شوی دی.
ډیلي ټایمز پاکستانۍ ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان او پاکستان اړیکو ته ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼه ټینګار کوي چې پاکستان ته پکار دي د افغانستان او هند په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي ولري او داښه اړیکي د پاکستان د ټیکاو په ګټه دي.
ډیلي ټایمز زیاتوي چې له افغانستان سره د پاکستان د ښو اړیکو پالل یوه اړتیا ده.
بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم خپله سرمقاله له افغانستان او امریکا سره د پاکستان اړیکو ته ځانګړې کړې ده.
ډان زیاتوي په قبایلي سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې وروستی برید د پاکستان له خوا د همکارۍ د ازمایښت لپاره شوی.
ورخپاڼه وايي که دغه برید د پاکستان په همکارۍ شوی وي نو دا د پاکستان له خوا د واقعي همکارۍ په معنی دی او که داسې نه وي نو ښايي امریکا ته نورې ستونزې رامخې ته کړي.